وېرات کوهلي د هند د کرکټ لومړنی لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزه سیالیو کې یې د ټولو منډو شمېر ۱۰،۰۰۰ ته ورسېد.
۳۲ کلن کوهلي دا رېکارډ د سېپټېمبر پر ۲۶مه په دوبۍ کې د ممبی انډینز لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې جوړ کړ.
نوموړي دا ۱۰ زره منډې په ۳۱۴ لوبو کې جوړې کړې دي.
روېټرز اژانس ویلي، تر دې وړاندې د وېسټ انډیز لوبغاړي کرېس ګېل په ۲۰ اووریزه او ۵۰ اووریزه یا یو ورځنیو لوبو کې ۱۰،۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.