د بلوچستان په مچ سیمه کي د وسله والو په بريد کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو څانګې ای اېس پي ار د سېپټېمبر پر ۲۶مه په خپل يوه بيان کې ويلي چې وسله والو په مچ سيمه کې د سرحدي عسکرو پر یوه چېک پوسټ برید وکړ چې پکې سپاهي عرفان ووژل شو او دوه نور ژوبل دي. په بيان کې ويل شوي، تر حملې وروسته ژوبل عسکر د علاج لپاره کوټې ته وړل شوي دي.
د اوسنۍ حملې ذمه واري لا تر اوسه چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې د روانې سېپټېمبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان په هرنايي سیمه کې پر سرحدي عسکرو یوې چادونې څلور عسکر وژلي ول. په هغه چاودنه کې د پاکستاني پوځ یو کېپټن او یو لېفټینیټ هم ټپیان شوي ول.
بلخوا د بلوچستان په ګوادر ښار کې نامالومه کسانو د اتوار/ یکشنبې په ورځ د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح مجسمه په بم الوزولې ده.
د گوادر مرستیال کمشنر کبیر زرکون او د پولیسو مشر اېس اېس پي ډاکټر فرحان زاهد ډیوه رېډیو ته دغه پېښه تایید کړې.
دا هم وګورئ:
عمران خان له بلوڅ وسله والو سره د خبرو واک نه لري: بلوڅ سیاستوالبلوچستان کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته کتنهپوځ دې د ورکو بلوڅانو کورنیو شکایت واوري: مریم نوازیادہ مجسمه د گوادر په حساسه سیمه کې ودرول شوې چې نزدې ورسرہ د لوړ پوړو پوځي او پولیس چارواکو کورونه موقعیت لري.
د چارواکو په وینا د مجسمې په ساتنه پوځي سرتېري ګومارل شوي ول.
بلوڅ وسله والي ډلي بلوڅ ريپبلکن ارمي (بي ار اې) د مجسمې الوزلو زمه واري منلې ده.
بلوڅ بېلتونپالې ډلې له پاکستانه د ازادۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي. دوی تور پورې کوي چې مرکزي حکومت د بلوچستان طبعي زېرمې او شتمنۍ لوټي خو پاکستان یې تورونه نه مني.
د دغه صوبې ګوادر بندر د چین-پاکستان اقتصادي راهدارۍ د اربونو ډالرو برخه ده چې د چین یوه سیمه یوه لار نوښت نومېږي.