پاکستان کې بې روزګاري: د چپړاسي نوکري ته ۱۵ لکه درخواستونه

پایډ وایي، بې روزګاره تعلیم یافته کسانو کې ۴۰ فیصده زنانه هم شاملې دي او دغه تعلیم یافته کسان د وړو وړو نوکریانو په لټون پسې وي.

سېنېټ کې د منصوبو او پرمختیایی کارونو قایمه کمېټۍ ته په وړاندې کړي رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې بې روزګاري ۱۶ فیصدو ته رسېدلې ده چې ۲۴ فیصده پکې تعلیم یافته کسان دي.

پاکستان انسټيټیوټ اف ډېولېپمنټ اکنامکس (پایډ) دغه شمېرې د یادې کمېټۍ غونډې ته د سېپټېمبر پر ۲۷مه وړاندې کړې دي.

پایډ وایي، بې روزګاره تعلیم یافته کسانو کې ۴۰ فیصده زنانه هم شاملې دي او دغه تعلیم یافته کسان د وړو وړو نوکریانو په لټون پسې وي.

د ډان اخبار د سېپټېمبر ۲۸مې د خبر ترمخه، پایډ وایي، څه موده وړاندې په یوه های کورټ کې د چپړاسي د یوې نوکرۍ لپاره ۱۵ لکه کسانو درخواستونه استولي ول چې پکې د اېم فل ډګري لروونکي هم ول.

د پایډ په وینا، د بې روزګارۍ دغه شمیری د سږني کال ده.

په اسلام اباد کې له نیشنل ډیفنس یونیورسټۍ د ایم فل ډګرۍ لروونکی نجیب الله مومند وايي، له تېرو درې کالونو راهیسې نوکري لټوي خو لاهم بې روزګاره دی:

"ما تراوسه له لسو زیاتو محکمو ته درخواستونه ورکړي، په هغه کې اېف ای اې (وفاقی تحقیقاتی اداره)، الیکشن کمیشن، تعلیم محکمه، په سوشل ویلفیېر کې پبلک سروس کمیشن ته او لیبر (مزدورانو) محکمه او نور هم شامل دي، هم دا شان په وفاقی نوکریو کې به زموږ رول-نمبر په لکونو کې وو، مانا لکونو خلکو به ورته درخواستونه ورکړي ول."

بلخوا حکومتي ادارې وايي، بې روزګاري شپږ-نیم فیصده ده، خو پایډ وایي، دغه شمېره ۱۶ فیصده ده، دغه خبر ډان انګرېزۍ ورځپاڼې رپورټ کړی او لیکلي یې دي، پایډ په سېنېټ کې دغه کمېټۍ ته دا هم ويلي، په سلګونه هغه تنان چې په نوکریو پسی هم ګرځي، خو د بې روزګارۍ له وجې یې د ماسټرۍ نه وروستو اېم فل یا پي اېچ ډي کې داخلې اخېستي دي، د بې روزګارو په دې شمیره کې نه دي شامل.

کورونا وبا د پاکستان اقتصادي وده منفي کچې ته وړې

په راتلونکې بجټ کې د کورونا ځپلو لپاره څه دي؟

پاکستان په تېرو ۱۵ میاشتو کې بې ساري پورونه اخېستي

پاکستان کې ګراني له لسو فیصدو اوښتې

د پاکستان د شماریاتو ادارې او د لیبر فورس د ۲۰۱۳ز کاله تر ۲۰۱۸ز کاله پورې یوه سروې د پاکستان د فنانس ډاټ جي او وي ډاټ پي کې ویب سایټ باندې خپره شوې وه چې د هغې سروې له مخې ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ز کالونو کې بې روزګاري شپږ فیصدی وه، په ۱۵ او ۱۶ز کال کې ۵،۹ فیصده ته راښکته شوې وه،په ۱۷ او ۱۸ز کال کې ۵،۸ فیصدو ته راټېټه شوې وه.

دوی هم د دغه کالونو په بهیر کې لیکلي، چې د روزګار لروونکو خلکو شمېره له ۶۰ تر ۶۵ میلیونو پورې ده.

دا چې نن وختونه د روزګاره لرونکو خلکو شمېره ټېټه شوې او د بې روزګاره خلکو شمېره زیاته شوې، نو کارخانه داران یې وجوهاتو د ګرانۍ او کارونو کمېدل بولي.

کراچۍ کې یو سبزي پلورونکی. ۲۰۱۸، ۲۶ سېپټېمبر

احسان الله خان د مومندو او شوکدر د سنګ مرمرو تر څه باندې ۴۰۰ کارخانو د اتحادیې یو مشر دی، نوموړی وايي، له دوی سره د مزدورانو شمېره څلور کاله مخکې تر ۳۰ زره زیاته وه، خو اوس یې شمېر نیمایي ته رسېدلی دی.

جهانزیب راقم هم یو کارخانه دار دی، وايي، ډېر تعلیم یافته خلک کارخانو ته په مزدورو پسې ورځي، خو د کارونو د نشتوالي له وجې واپس ځي.

"مزدورانو کې له موږ سره له ۱۰ او ۱۲ ټولګیو فارغ ځوانان شته دي او هغوی غریبان کارونه کوي، د ټاټکې او بیلچې په کارونو کې له موږ سره میټرک والا تنان هم شته دي."

د نوکریو او مزدورو په تلاش کې ګرځېدونکي خلک او کارخانه داران په شریکه یوه غوښتنه کوي، حکومت دې ترقیاتي منصوبې پیل کړي چې خلک پر روزګار شي.

د سعودي په ریاض ښار کې د کورونا د ټولبند پر مهال بهرني کاریګر د کار په لټون د لارې پر سر ناست دي.

د سېنېټ د پرمختیایي منصوبو د قایمه کمېټۍ غړي او له واکمن تحریک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي سېنېټر هدایت الله خان وايي، د سیپېک یوشمېر پروژو له بشپړېدو سره به په راتلونکو دوو درو کلونو کې خلک پر نوکریانو او روزګار شي.

د پاکستان اقتصادي سروې چې د سږني کال په جون میاشت کې جاري شوې، پکې راغلي، د کورونا له وجې هم بې روزګاري زیاته شوې ده، ځکه وخت په وخت ټولبند (لاکډاون) لګیدلی وي چې له کبله یې اقتصادي هلې ځلې ورو کېږي.

د سروې له مخې په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز کالونو کې دوه کروړه، اووه لکه او ۱۰ زره خلک بې روزګاره شوي دي.