امریکا وايي، د افغان پوځ د ځواک په اړه یې له اندازې پورته اټکل کړی و

د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي. انځور-ارشیف

د امریکا پوځي مشرتابه د سېپټېمبر پر ۲۸مه کانګرس ته وویل، د افغانستان د پوځ ځواک په اړه یې له اندازې پورته اټکلونه کړي ول او د هغوی په باور امریکا باید په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د زغرده قبضې مخنیوي لپاره لږ تر لږه یوڅو زره سرتېري ساتلي وای.

د سېپټېمبر ۲۸مې په اورېدنه کې د امریکا پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د سېنېټ د پوځي خدمتونو کمېټۍ ته وویل، د هغه خپل شخصي دریځ دا وو چې په افغانستان کې د کابل حکومت د نسکورېدو مخنیوي لپاره لږ تر لږه دوه نیم زره پوځونه باید پاتې شوي وای.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مککینزي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وروستیو میاشتو د جنګي مبارزې څارنه یې کړې وه، سېنېټ ته وویل، هغه د جنرال میلي له ارزونې سره همغږی و.

دواړو په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه یې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته څه وړاندیز کړی و؟

بایډن د اګست په پای کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ویجاړوونکې انخلا په سر د ریپبلېکنز (جمهوریت غوښتونکو) لخوا له سخت غبرګون سره مخامخ دی.

تر دې دوه اوونۍ مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سېنېټ له سختو نیوکو سره مخ شو او ځینو ان د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.