د پاکستان موسمیاتو اداره وايي په عرب سمندرګي کې راپورته شوی شاهین نومي توپان به نن د پاکستان ساحل ته ورسېږي.
د یادې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي سید مشتاق علي شاه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دا توپان د پاکستان له ساحله شاوخوا ۲۰۰ کلیومیټره ليرې دی.
د ده په وینا، دا به د پاکستان له ساحلي سیمو سره د عمان هیواد پر لور تېرېږي.
سید مشتاق علي شاه زیاتوي چې د کراچۍ او ګوادر په ګډون یې د پاکستان ټولو ساحلي ښارونو ته د تېز باد او باران خبرداری ورکړی دی.
د ده په وینا، دا توپان په یو ساعت کې له ۱۵ تر ۲۹ کلیومیټره واټڼ وهي.