د افغانستان تاريخي ابدات به د طالبانو په واکمنۍ کې خوندې پاتې شي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان په نيمروز ولايت کې لسګونه لرغوني ودانۍ د ويجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي خو اوس هلته د طالبانو په ملاتړ د يوې تاريخي کلا پر بيا رغونه کار روان دی. په دا وروستيو کې د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د يوې تاريخي کلا د ويجاړېدو عمل ولس او لرغونپوهان اندېښمن کړل چې د دوی په واکمنۍ کې به د لرغونو اثارو او تاريخي ابداتو ساتنه وشي او که نه طالبان به د تېر په څېر تګلاره خپله کړي؟ احمد شاه اعظمي په دې اړه ويډيويي راپور وړاندې کوي.