په پښتني سیمو کې عدم تشدد څه نتیجه ورکړې ده؟

د نړۍ په نوي تاریخ کې چې کله قامي ریاستونه په وجود کې راغلل، انسانانو د خبرو اترو، مکالمې او جرګو مرکو له لارې د خپلو ستونزو د هواري او انساني حقونو د دفاع لپاره لوی او واړه تحریکونه پیل کړي دي.

په دې کې په هند کې د مهاتما ګاندهي د عدم تشدد تحریک، په امریکا کې د تورپوستو د حقونو او ولسي قراري لپاره د مارټن لوتهر کنګ مبارزه، په جنوبي افریقا کې د سپینو او تورو ترمنځ د تفریق ختمولو او روغي جوړې لپاره د نیلسن منډیلا لاریون او د پښتنو په سیمه د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک مهم دي.

خو د سیاسي او ولسي چارو یو شمېر پوهان بیا وايي چې په قامي مبارزه او د یو غاصب قوت پرضد د حقونو په جنګ کې د تشدد او عدم تشدد دواړو څخه کار اخېستل کېږي او په دغه اړه پرېکړه د سیاسي، اقتصادي او ولسي حالاتو پر بنیاد کېږي.

د بلوچستان پوهنتون استاد او شنوونکی ډاکټر برکت شاه کاکړ وايي، په تېرو شاوخوا ۲۰۰ کلونو کې پښتانه د یو پرتشدده قام په توګه ښودل شوي دي، خو د پښتنو ټولنه یوازې په تشدد نه ده ولاړه.

نوموړی وايي، دا بېله خبره ده چې په تېره څه موده کې په پښتنو د تپل شویو جنګونو له کبله د دوی قدرونه، روایتونه او کلتوري جوړښتونه مات شوي دي.

د عدم تشدد فلسفې سالار مهاتما ګاندي او د خدایي خدمتګار تحریک مشر باچا خان

د کاکړ په وینا، د تاریخ ځینې پړاوونه داسې وي چې پکې فیصله کول وي چې د تشدد لاره خپلول دي او که د عدم تشدد؟ د مثال په توګه د بابړې له پېښې وروسته پښتنو ته فیصله کول وو چې خپل حقونه څنګه خوندي کړي؟ په هغه وخت کې پښتانه منظم هم وو او ډېر هم وو.

له دې سره سره په علمي او سیاسي حلقو کې دا هم یو لوی بحث دی چې عدم تشدد د حقونو ترلاسه کولو یوه ستراتیژي ده او که یوه عقیده ده؟

په پېښور کې د اسلامیه کالج پوهنتون او څیړنکار پروفیسر نورالامین یوسفزی وايي، عدم تشدد د ګاندهي جي لپاره یوه سیاسي تګلاره او د باچاخان لپاره عقیده وه.

نوموړی وايي، د باچاخان عدم تشدد د سیمې د تاریخ، کلتور او مذهبي عقیدو الهام اخېستی دی او ځکه پښتنو قبول کړی او پرمخ یې وړی دی.

نورالامین یوسفزی وايي: "باچاخان یو ځل د اتمانزو په ازاد سکول کې په یوه غونډه کې شریک و. یو طالب علم چې مشرف یې نوم و، پاڅیدو او له باچاخان څخه یې پوښتنه وکړه چې خلک وايي، پښتانه غیرتیان خلک دي او باچاخان یې د عدم تشدد له لارې بې غېرته کوي. باچاخان ترې پوښتنه وکړه چې ستاسو په کلي کې چې دوو کورنیو ترمنځ کومه دښمني وه، د هغې څه نتیجه راووتله؟ هغه هلک ځواب ورکړ چې چا مرګ کړی و، د هغې په بدل کې ورله هغه بلې ډلې دوه وروڼه ووژل. نو باچاخان ترې بیا تپوس وکړو چې اوس څه حال دی؟ نو مشرف ورله ځواب ورکړ چې یو پهانسي شو او دښمني روانه ده نو باچاخان ورته وویل، دا ثابتوي چې تشدد تل نور تشدد راپیدا کوي."

باچا خان په هند کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوي.

په پېښور پوهنتون کې د سولې مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر جمیل چترالی بیا وايي، په تاریخ کې د انسانانو او قامونو ترمنځ اختلاف او جګړه یو فطري عمل دی خو چې کله دوی خبرو او مذاکرو ته ناست دي نو په نتیجه کې یې اوږد مهاله قراري او پرمختګ مخې ته راغلی دی.

د چترالي په وینا، ایتهنز او سپارټا دواړه د یو یونان ښارونه وو خو یو د علم، څېړنې او تهذیب بنیادونه پیاوړي کړي او بل جنګونه پر مخ وړي دي خو په پای کې انساني تهذیب له تر ټولو لویه ګټه ایتهنز ورکړې ده.

البته ده وویل، که په جنګ کې مسلې هوارېدای نو په دویم جهاني جنګ کې څومره مرګونه، بربادي او د اټوم بم استعمال وشو خو په پای کې د نړۍ د وسیلو ویش د خبرو اترو له لارې رامنځ ته شو.

د یادونې وړ ده چې د عدم تشدد د سترو تحریکونو په ګډون په سیمه ییزه کچه هم سیاسي، ولسي او مذهبي مشرانو د عدم تشدد له لارې د حقونو مبارزه پر مخ وړې ده او د دغې لپاره یې بېلا بېلې ستراتیژۍ کارولي دي.

په ۱۹۸۸ز کال کې په هستونیا کې له یو لاک څخه ډېر کسان لارو کوڅو ته راووتل او د سندرو له لارې یې د خپلې قامي خپلواکۍ لپاره د شوروي اتحاد پرضد اوازونه پورته کړل. دغه شان په دې وروستیو کې د پښتنو په سیمه د پښتون ژغورنې غورځنګ په شکل کې هم د عدم تشدد له لارې د ایيني حقونو ترلاسه کولو مبارزه دوام لري.