د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو ۱۳ هزاره ګان په دایکنډي ولایت کې په ناحقه/ناقانونه وژلي دي.
د یوې څېړنې له مخې چې د یاد سازمان له خوا شوې ګڼ دا قربانیان هغه سرتېري ول چې له طالبانو سره یوځای شوي ول.
د بښنې نړیوال سازمان د اکتوبر پر پینځمه (نن) ویلي، دا هزاره ګان دوه اوونۍ له هغه وروسته د دایکنډي ولایت په کاهور کلي کې طالبانو وژلي چې کله طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور په کلکه رد کړ: "داسې پېښه هېڅ ځای کې نه ده شوې. البته چې په جنګي حالت کې کومه پوسته یا اربکی وو او جنګ کې وژل شوی، استثنا شته مګر کله چې چېرته جنګ نه وي هېڅ داسې کومه پېښه نه لرو چې چا ته زیان رسیدلی وي."
د امنیستي انترنیشنل په څېړنه کې ویل شوي چې ۱۱ تنه وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو پخواني غړي ول او دوه نور بیا عام خلک وو چې یوه یې اولس کلنه نجلۍ وه.
طالبانو د کابل تر نیولو لږ وروسته عمومي بښنه هم اعلان کړه.