طالب استازیو او ایراني پلاوي د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا موافقه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون له یوشمېر نور طالب چارواکو سره د لېدو پر مهال. د ۲۰۲۱ز کال د جنوری پر ۳۱مه. انځور- ارشیف

د طالبانو حکومت استازیو او د ایران د دولت یوه پلاوي د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په برخو کې موافقه وکړه.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې چې د اکتوبر پر پینځمه خپور شو، وویل، له ایراني پلاوي سره یې سلا وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د دواړو لوریو جګپوړي پلاوي د اسلام کلا او دوغارون په بندرونو کې د شته ستونزو ارزونه وکړي.

همداراز موافقه شوې چې هند ته به د دوغارون ـــ چابهار له لارې د افغانستان د تجارتي مالونو او وچې میوې د انتقال د لارو چارو د سنجولو په برخه کې ایرانی لوری لازمې څیړنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، بانکونه سم فعاله نه دي، لوږه په زیاتېدو ده او نړیوالو د یوه احتمالي بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.