په پنډورا اسنادو کې  د پاکستاني جرنېلانو نوملړ  

د پنډورا اسنادو انځوریزه ننداره کې یو کمپویټري کیبورډ او له یوې سرخلاصې پېټې پاڼې بادېږي

د پلټوونکو خبریالانو نړیوالې اتحاديې په راوتلیو پنډورا اسنادو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه راغلي دي چې پکې پخواني پوځي جرنيلان او یا د هغوی نیږدې خپلوان دي.

په دوی کې د پاکستاني پوځ استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د ترهګرۍ ضد د څانګې پخوانې مشر میجر جنرل نصرت نعيم، د پخواني لیفټننټ جنرل مظفر افضل زوی حسن مظفر افضل، لیفټینېنټ جنرل ريټاريرډ مزمل حسین، د پاکستان هوايي ځواک د مشر عباس خټک دوه زامن احد خټک او عمر خټک، د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف نيږدې ملګري لیفټینېنټ جرنل ريټاريرډ شفاعت الله شاه مېرمن، د پخواني چیف آف جنرل سټاف او د پوځي استخباراتي ادارې ملټري انټجلنس مشر جنرل ريټايرډ علي قلي خان خټک خور د ليفټننټ جنرل ريټايرډ خالد مقبول زوم، د لیفټینېنټ جنرل ريټايرډ تنوير طاهر مېرمن او د پخواني لیفټینېنټ کرنل راجه نادر پروېز نومونه شامل دي.

په پنډورا اسنادو کې راغلي چې د پوځي استخباراتي ادارې پخواني چارواکی مېجر جنرل نصرت نعيم د افغان ايل اينډ ګيس په نامه یوه کمپنۍ په ۲۰۰۹ز کال هغه مهال جوړه کړې وه چې کله دی له پوځه ريټايرډ شوی وو خو په دې اسنادو کې نه ښکاري چې دې کمپنۍ به څه کاروبار کولو خو نوموړي رسنیو ته په خپل ردعمل کې ويلي چې دې کمپنۍ به افغانستان ته د تېلو او ډيزلو د ليږد کار کولو.

دا هم وګورئ:

اف شور کمپنۍ لرل قانوني ده خو ۹۰ فيصده ناسمه استعمالېږي: عمر چيمهپېنډورا اسنادو کې د پاکستاني وزیرانو او پخواني پوځي افسرانو نومونه: عمران خان یې د پلټنو ویلي  

د اسنادو له مخه په تيرو کلونو کې د اسلام اباد پوليسو د نصرت نعیم پرضد د ۱۷ لکو ډالرو په مالي لګښت د فولادو د یوې کارخانې د اخيستو په اړه د چل بازۍ کولو پلټنې پيل کړې وې خو دغه مقدمه بیا ختمه کړل شوې وه. دا راز د اسنادو له مخې د پاکستان هوايي ځواک د پخواني مشر عباس خټک زامنو يوه اف شور کمپني په دې موخه جوړه کړې وه چې د دغې کمپنۍ په واسطه د خانداني کاروبار نه په ترلاسه شویو پيسو سرمایه کاري کول غواړي. په پنډورا اسنادو کې د پاکستاني پوځ ذکر شوو افسرانو د تحقيقي خبریالانو کنسورشیم ته په خپل ردعمل کې د دغو کمپنیانو د جوړولو او په دې کې د مالي راکړې ورکړې په اړه مشترکه دريځ دا خپل کړی دی چې دا هر څه په قانوني طریقه شوي دي.

د پلټوونکو خبریالانو نړیواله اتحاديه کې دوه پاکستاني خبریالان عمر چيمه او فخر درانې هم شامل ول.

د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.

په پنډورا اسنادو کې د پاکستاني جرنيلانو په اړه ویل شوي چې دوی له هېواده بهر په خپلو یا د خپلې کورنۍ د غړیو په نومونو کمپنۍ جوړې کړي او بیا يې د هغو کمپنیانو په واسطه په غربي هيوادونو کې د ملينونو ډالرو ملکيتي جاييدادونه اخیستي دي. په دغو کې لیفټننټ جنرل ريټايرډ شفاعت علي شاه په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په لندن کې ملکيتي یو فليټ يې په لاهور کې جايداد په قانوني پيسو اخستی دی.

''ما په لندن کې اخیستی فلېټ په لاهور کې د خپلې پلورلې ځمکې په پیسو رانیولی دی چې لږې پیسې پکې د اف شور وې. بل هېڅ کاروبار مې نشته. د بریتانیا د قوانینو له مخې مشروع دی. پوځي چارواکو ته مې د دې شتمنۍ رپورټ ورکړی او د ټېکس په ادایګي کې هم ښکاري. له اکبر اصف سره یې هېڅ تعلق نشته. د دې قیمت تر ذکر شوي هغه نیمايي کم دی.''

پوښتنه دا ده چې د پوځ له دندې ترريټايرډ کېدو په صورت کې د یوه جرنېل دومره مالي حیثیت وي چې په لندن یا غربي هېوادونو کې پرې جايدادونه واخلي او یا آف شور کمپنۍ جوړې کړي؟ د پوځ پخوانی جرنېل طلعت مسعود وايي چې که چا ته پلرنی جايداد یا پانګه په ميراث کې پاتې وي نو بېله خبره ده خو که په پوځ کې په ايماندارۍ کار کوې نو بیا بهر هېوادونو کې څه چې په پاکستان کې هم جايدادونه جوړول ګران دي.

''په پوځ کې چې د جرنیل څوکۍ ته ورسېږې نو له دوه نیمو تر درېوو لکو پورې تنخواه وي، چې کله ريټايرډ کېږې نو چې څومره دې د کار موده وي، د هغې په حساب يوڅه پانګه نغده ملاوېږي، بیا د بنیادي تنخا ۵۰ فيصد پینشن ملاوېږي او له ريټايرمنټ پس ۳۶ ايکړه زرعي ځمکه سوغات ملاوېږي. د ۱۹۷۱کال نه مخکې به دا سوغات ۷۲ ايکړه وو، نو دا هغه څه دي چې یو جرنېل پرې باعزته ژوند تېرولی شي، خو ځينې داسې پوځي جرنيلان شته چې د هغوی د ژوند معیار د هغوی د امدن په مقابله کې زیات ښه دی. تر کومه چې د پوځیانو د مالي درغليو او په کلني بجټ کې د دفاعي بجټ د زیاتې برخې خبره ده، نو اوس پوځ په دې اړه ډېره سخته رويه اختیار کړې ده او په مالي معاملاتو دقیقق نظر ساتي.''

په پنډورا اسنادو کې راغلي چې د واکمن تحریک انصاف يو غړی او د پوځ پخواني ميجر راجه نادر پرويز چې مخکې د پاکستان مسلم ليګ نواز ډلې سره وو د یو اف شور کمپنۍ فايننس اينډ ايکويپمنټ مالک دی.

له اسنادو څرګندېږي چې په ۲۰۰۳م کال کې راجه نادر پروېز په دغه کمپنۍ کې خپله برخه یو داسې ټرسټ ته منتقل کړې وه چې د يوشمېر اف شور کمپنیانو کنټرول ورسره دی.

مشال راډیو له راجه نادر پروېز سره رابطه وکړه نو هغه له خبرو ډډه وکړه خو نوموړي د اکتوبر پر څلورمه د پاکستان اې آر وای ټېلېويژن ته ويلي دي چې دی یو کاروباري کس نه دی بلکې د پوځ يو عسکر دی، او که یوڅوک یې په اړه ثبوتونه لري نو راوړاندې دې شي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د اکتوبر پر درېیمه په پنډورا اسنادو کې د پخواني پوځي جرنيلانو ترڅنګ د اوو سوو پاکستانیانو په اړه د پلټنو لپاره د يو سیل جوړولو اعلان کړی او په خپله ټوېټر پاڼه يې ليکلي که د چا پرضد مالي درغلۍ ثابتې شې نو پرضد به يې کارروايي کېږي.

پنډورا اسناد د ۱۴ آف شور یا له هېواده بهر جوړو کمپنیانو نه ترلاسه شوو په کروړونو پاڼو، عکسونو، مالي حسابونو، انټرنيټي پيغامونو او پر بېلابېلو مالوماتو ولاړ دي. په دې اسنادو کې د نړۍ د ګڼو هيوادونو د سیاسی مشرانو، کاروباریانو، بنکرانو، د رسنیزو ادارو د مالکانو او مخورو او یا د هغوی د کورنۍ او نېږدې کسانو په نامه د جوړو اف شور کمپنیانو او یا له اف شور کمپنیانو سره د مالي راکړې ورکړې او د جاييدادونو پېرودلو او پلورولو (اخیستو او خرڅولو) ذکر شوی دی. په دې اسنادو کې له افشا شوو مالوماتو ثابتېږي چې دا کمپنۍ غیرقا نوني دي او یا د دغو کمپنیانو په واسطه شوې مالي لين دين د هغو پيسو دی چې په درغلۍ ترلاسه شوي وي.