سوداګر: که د چمن - بولدک لار خلاصه نه شي په میلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي

چمن-بولدک لار

په کندهار کې سوداګر وایي، که ژر تر ژره چمن- بولدک لار خلاصه نه شي نو په میلیونونو افغانۍ زیان به ورواوړي.

د کندهار سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په وچو او تازه مېوو او په سبزيانو بار ګاډي یې ولاړ دي.

د سپین بولدک - چمن ترمینځ لار د کندهار ولایتي ادارې له دوشنبې راهیسې بنده ده.

د کندهار ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د سپین بولدک په دروازه کې پاکستاني لورې ستونزې جوړولې نو لاره یې بنده کړه.

طالبانو دا نه دې ویلي چې څه ستونزې وې خو دا خبره یې کړې ده چې له پاکستاني لورې سره په خبرو دي.

پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.