مشرانو او دیني عالمانو د اکتوبر پر اوومه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، طالبان دې یوازې د خپلې ډلې کسانو ته دندې نه ورسپاري او په حکومت کې دې د ټولنې مسلکي پوځي او ملکي کسانو ته ځای ورکړي.
دې مشرانو دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې نړیوالې ټولنې هم له طالبانو غوښتنه کړې چې په خپل حکومت کې دې د افغانستان د ټولو توکمونو په ګډون ښځو ته هم ځای ورکړي.
طالبانو د اګست په نیمايي کې د هېواد تر کنټرول ترلاسه کولو شاوخوا درې اوونۍ وروسته خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې پکې ټول چارواکي د هغې ډلې غړي دي او هېڅ ښځه پکې شامله نه ده.
طالبان وايي، حکومت یې لنډمهالی دی د طالبانو د قومونو او سرحدونو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري پرونۍ غونډې ته وویل، که په حکومت کې یې اهل کسان نه وي شامل نو خلک دې یې په اړه چارواکي خبر کړي.
ده زیاته کړه چې که د طالبانو کوم چارواکی له ولس سره ناوړه چلند وکړي او یا خپله دنده سمه ترسره نه کړي نو د حکومت مشران به یې پرضد اقدام کوي.