ټي ۲۰ نړیوال جام د اکتوبر پر ۱۷مه پیلېږي

دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کیدونکې وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.

د ۲۰ اوريزه نړيوال کرکټ جام لوبې به اکتوبر پر ۱۷مه په عربي ملکونو عمان او متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.

په دې سياليو کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

دا نړيوال جام چې په ۲۰۲۰ز کال کې په هند کې کېدونکی وو د کورونا وبا له وجې وځنډول شو.

دا ټورنمنټ چې پينځه کاله پس کېږي، په ۲۰۱۶ز کال کې ويسټ انډيز ګټلی وو.

د سياليو فاينل لوبه به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي.