کندهار: لارې تړل کېدو تجارت درولی او بېکاري ډېره کړې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سپين بولدک او چمن تر منځ لاره د اکتوبر له پينځمې نېټې راهيسې تړل شوې چې له کبله يې نه يوازې عام ولس له ستونزو سره مخامخ شوی بلکې تجارت هم په ټپه درېدلی دی. افغانستان، چې وار له مخه له اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د لارې تړل کېدو له امله يې زرګونه وګړي بېکاره شوي دي. احمد شاه اعظمي د فرانس پرېس خبري اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.