د خيبر پښتونخوا پوليس د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژو کې د بهرنیو کارکونکو د امنیت لپاره یوامنيتي يونټ جوړ کړی دی.
په دغه يونټ کې به له قبايلي ضلعو هم سرتېري برتي کېږي. د خيبر پښتونخوا د پوليسو د محکمې لخوا د اکتوبر په ۱۵مه په رسنیو کې په خپاره شوي اشتهار کې ويل شوي چې په دې يونټ کې د خيبر ضلعې ۵۶ د مومندو ۵۳ د باجوړ ۳۸ د اورکزو ۳۶ د کورمې ۳۹ د شمالي وزیرستان ۶۱ د جنوبي وزیرستان ۶۳ د ایف ار حسن خيلو ۷ د دره ادم خيلو ۱۰ د بيټنيو لکي مروت ۶ د ټانک جنډولې ۱۱ د درازنده ۱۰ او د بنو وزیرو ۱۵ کسان ګمارل کېږي.
د اشتهار ترمخه د کومو ځوانانو سره چې د دغو سیمو د هستوګنې سرکاري اسناد وي هغوی د ايټا ادارې په ذریعه دې نوکریو لپاره درخواستونه ورکولی شي.
دا هم وګورئ: پاکستان د چينايي وګړو د امنيت لپاره نور ګامونه اخلي. شيخ رشيدد اکتوبر په ۱۶ مشال راډيو سره په خبرو کې د سپیشل سيکورټی يونټ مشر، کریم خان وويل چې په دې يونټ کې د هرې صوبې خپله خپله برخه ده. "دا کسان به د ( ايټا) په ذریعه درخواستونه ورکوي او د پوليسو ډي اي جي ايډمنستريشن به يې انتخاب کوي. د دوی روزنه به د پوليسو په روزنیزو سکولونو کې کيږي. موږ اوس د نوي دور مطابق په پوليس محکمه کې ځانګړې يونټې جوړوو. لکه د ا قليتونو لپاره خپل يونټ دی، د سیلګرۍ خپل پوليس دی نو دا راز د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره هم ځانګړی یونټ جوړوو."
د يادونې ده چې په دې وروستيوو کې په پاکستان کې پر چيناييوګړو بريدونه ډير شوي دي. د جولای په میاشت کې په کوهستان کې پر چينايانو په يو بريد کې ۹ چيناييوګړي او ۴ پاکستانيان وژل شوي وو. دوی پر يو ځايي تعميراتي پروژه کار کاوه.
د اکتوبر په ۱۵مه د خيبر پښتونخوا پوليس په يو بیان کې ويلي وو چې پوليس د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژو دکارکونکو د امنیت ساتلو لپاره ځانګړې ستراتيژي جوړه کړې چې دغه امنيتي يونټ به يې پر مخ وړي.
له مشال راډيو سره په خبرو کې د خيبر پښتونخوا د صنعت او تجارت صوبايي وزیر عبدالکریم خان وويل چې په صوبه کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژو د امنيت ساتلو لپاره وار له مخه ۲۲۰۰ پوليس سرتیري اخيستل شوي دي. هغه زیاته کړه چې د دې نوييونټ سره به د چين – پاکستان اقتصادي راهدارۍ امنيت لا پسې ټينګ شي.
دا هم وګورئ: بلوڅ او سيندۍ وسله والې ډلې ولې چينایان په نښه کوي؟هغه زیاته کړه: "د دې پروژې د ساتنې لپاره به په لومړۍ ليکه کې پوليس وي. د امنيت په دويمه ليکه کې به پوځي سرتیري وي. نو موږ دا مهال ۲۲۰۰ پوليس سرتیري لرو. اوس د دې يونټ ځينې سرتیري په رشکۍ اقتصادي زون کې د امنيت لپاره ګمارل شوي دي. څنګه څنګه چې په صوبه کې د پروژو شمیر زیاتيږي نو د امنيتي سرتیرو شمیره به هم زیاتوو. په راتلونکو وختونو کې په باجوړ ، مومندو ، باړه او جنوبي وزیرستان کې پروژې شروع کيږي. داسې د دیر چکدرې موټروې ، د ډیره اسمعيل خان موټر وې او د بجلۍ يو منصوبه به هم شروع شي."
په دغه ځانګړې امنيتي يونټ کې د قبايلي ضلعو د ځوانانو د برتي کولو په اړه له شمالي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر د اکتوبر په ۱۶مه مشال راډیو ته وويل هيله لري چې دا نوکريانې رښتيا هم د قبايلو ځوانانو ته ورکړل شي. "څه موده مخکې د شمالي وزیرستان لپاره د پوليس محکمه کې د ۴۶۳ کسانو د اخیستو اشتهار راغلی وو خو یوازې ۶۰ کسان پرې د شمالی وزیرستان نه اخيستل شوي دي. داسې همیشه شوي چې د قبايلي ضلعو په نامه اشتهار راشي او کسان پرې د ملاکنډ یا نورو ځایونو نه واخستل شي. لکه څنګه چې د قبايلي ضلعو لپاره د ۴۸۱ نرسانو د اخيستو ويیل شوي ول خو په هغه څوکیو ۴۲۹ نرسانې د ملاکنډ نه اخيستل شوې وي."
خو د خيبر پښتونخوا د پوليسو د محمکې د ايډمنستريشن او چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پوليسو د څانګې مشر ډي اي جي محمد ظفر خان مشال رېډيو ته وويل هر څوک چې په انټرويو او ټيسټکې کامياب شي، هغه به ګمارل کېږي. "که کسان پوره نه وو نو موږ به شپږ میاشتې ورته انتظار کوو. دا څه دومره لويه مسله نه ده خو که بیا هم د قبايلي ضلعو نه کسان پوره نه شول نو نورو سیمو نه به یې واخلو. اشتهار مو ورکړی خو لا چا درخواستونه نه دي ورکړي."