په خدایي خدمتګار تحریک کې د ښځو ونډه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په تاندې هیلې خپرونه کې د خدایي خدمتګار تحریک د بیا فعالېدو او په دغه تحریک کې د ښځو کردار په اړه مالومات درکوو. د خدایي خدمتګار تحریک بنیاد په ۱۹۲۹ز کال کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان مشهور دی اېښودی وو. په هغه وخت کې هم په دغه تحریک کې ښځې شاملې وې چې د ټولنې د خیرښېګړې او د نجونو پر تعلیم یې زیات کار کړی دی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده.