پاکستان د پولیو ختمولو کې له دیني عالمانو کومک غواړي

د حکومت دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د پولیو یوه مثبت پېښه مخې ته راغلې ده. انځور- ارشیف

د اکتوبر ۲۴مه په نړۍ کې د ګوزڼ ضد د اګاهۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا حکومت هڅه کوي د ګوزڼ د څاڅکو خلاف د منفي پروپاګند د ختمولو لپاره له علماوو کومک واخلي.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان ویاند خورشید خان د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د اکتوبر پر ۲۱مه د قبایلي ضلعې خیبر په جامعه جنیدیه غفوریه کې یوه غونډه وکړه.

هغه وايي:" په دې غونډه کې، د خیبر قبایلي ضلعې او د صوبې د نورو ۲۷۵ مدرسو په استازیتوب، ۳۰ عالمانو برخه واخېسته. موږ په سر کې عالمانو ته د پولیو د ګټو په حواله معلومات ورکړل او بیا مو ترې وغوښتل چې د پولیو په حواله د منفي تاثر په ختمولو کې دې راسره کومک وکړي. له هغوی مو وغوښتل چې د جمعې په خطبو کې دې خلک د پولیو د څاڅکو پر ارزښت خبر کړي."

د حکومت دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې په ۲۰۲۱ز کال کې په پاکستان کې د پولیو یوه مثبت پېښه مخې ته راغلې ده. پاکستاني چارواکي وايي، په دې هڅه کې دي چې خپل ملک له پولیو نه پاک وګرځوي.

د پولیو د پروګرام نیشنل کوارډینېټر ډاکټر شهزاد بیګ د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې په کراچۍ ښار، کلا عبدالله او د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمو کې خلک د پولیو د ختمولو سلسله کې د حکومت سره لازمه مرسته نه کوي. هغه وايي، هڅه یې ده چې په دغو درو سیمو کې له پولیو انکاري کورنۍ رضا کړي او ښه کمپاین وچلوي.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان کې د ګوزڼ مخنیوي پينځه ورځنی کمپاين پیل شوی پاکستان د پولیو ناروغۍ ختمولو ته ژمن دی: عمران خانافغانستان او پاکستان لا هم له پولیو سره لاس او ګرېوان دي

د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام یو پخوانی مشر ډاکټر افتخار علي وايي، له کله نه چې حکومت د پولیو د څاڅکو په ارزښت د دیني عالمانو د کومک اخېستو لړۍ پیل کړې، له پولیو د انکاري کورنیو شمېره مخ په کمېدو ده.

نوموړی وايي، د جوماتونو امامان، د کلو ملکان او د ټولنې مخور کسان په دې لړ کې خپل اغېز استعمالولی شي.

د پولیو پر ضد د منفي پروپاګند په ترڅ کې ویل کېدل چې ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکول، حرام دي خو د اکتوبر پر ۲۱مه د خیبر په جامعه جنیدیه غفوریه کې جوړې شوې غونډې ته د یادې ادارې مهتمم احسان الله جنیدي وویل، ناپوهه او سختدریځه کسان د خلکو په ذهنونو کې دا ډول شکونه اچوي، دا بې بنیاده خبرې دي چې دا څاڅکي حرام دي او یا هم د استعمالولو له وجې یې خلک بې اولاده پاتې کېږي. نوموړی زیاتوي چې دا څاڅکي بلکل حلال دي.

د نړیوال پروټوکول له مخې په کوم هیواد کې چې په پرله پسې توګه درې کاله د پولیو کومه مثبته پېښه ونه څارل شي، هغه هیواد له پولیو پاک ګرځول کېږي. دا مهال افغانستان او پاکستان هغه هیوادونه دي چې لا هم پکې پولیو موجوده ده.