مشهورو نړیوالو لوبغاړو افغان کرکټ لوبډله تر هغې وروسته ستایلې چې سکاټلېنډ ته یې ماتې ورکړه.
د اکتوبر په ۲۵مه، په شارجه کې شوې د شل اوریز نړیوال کرکټ په دې لوبه کې افغان لوبډلې ۱۹۰ منډې جوړې کړې وي. په ځواب کې یې سکاټلېنډ ټولې ۶۰ منډې وکړي او په لسو اورونو کې ټوله لوبډله اوټ شوه.
کله چې افغانستان خپل بېټينګ وکړ او سکاټلېنډ ته یې په شل اورونو کې ۱۹۱ هدف ورکړ نو د انګلېنډ لوبډلې مشهور تېزبالر، جافرا ارچر پر ټويټر وليکل چې د مجيب او راشد خان اته اورونه لري نو له دې کبله به سکاټلېنډ ته د دغه هدف ترلاسه کول مشکله وي.
8 overs of mujeeb and rash ? Good luck
— Jofra Archer (@JofraArcher) October 25, 2021
همداسې وشول. سکاټلېنډ د مجيب الرحمن ځدراڼ او راشد خان په لوبولو کې ستونزې درلودې. مجيب پينځه او راشد خان څلور ویکټې واخیستې. د کرکټ مبصر او ليکوال هرشا بوګلې په څو ټويټونو کې ليکلي چې د افغان لوبډلې د کرکټ ډېر هنر زده دی او سکاټلېنډ د مجیب او راشد خان په وړاندې د مهارت پرځای د اندازې له مخې لوبه کوي.
Scotland are playing a probability game against Mujeeb and Rashid. It is a game of chance, not skill.
— Harsha Bhogle (@bhogleharsha) October 25, 2021
د محمد نبي تر مشرۍ لاندې افغان لوبډله نه یوازې د بالينګ بلکې د بېټينګ لپاره هم وستایل شوه. محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي تېزې منډې وکړي چې د رحمان الله ګوربز او نجيب ځدراڼ ملګرتيا ورپسې د لوی هدف بنياد کېښود. نجيب ۵۹ او ګوربز ۴۶ منډې جوړې کړي.
د هند پخواني لوبغاړي وي وي ایس لکشمن پر ټويټر ليکلي چې افغانستان بشپړه لوبه وکړه. لومړی یې د نجيب الله په مټ ډير رنزونه جوړ کړل او بیا یې ښه بالینګ وکړ. هغه د مجيب الرحمن ستاينه کړې چې په څلورو اورونو کې یې ۵ ويکټې واخیستې.
Powerhouse display by Afghanistan. Played the perfect T20 game. Big runs on the board with Najibullah in the forefront and an oustanding spell from the unplayable Mujeeb. Five wickets in four overs; bravo! #AFGvSCO #T20WorldCup
— VVS Laxman (@VVSLaxman281) October 25, 2021
د پاکستاني کرکټ ټېم پخواني مشر شاهد اپرېدي هم پر ټويټر ليکلي چې افغان لوبډله سیالۍ ګټونکې لوبغاړي لري او د نړۍ په کچه ښه سپينر بالران. هغه زیاته کړه چې افغان لوبډله کولی شي په نړيوال شل اوریز جام کې لویو لوبډلو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي.
What a performance Afghanistan! This team has some serious match winners, quality batters and world-class spinners. Top work Mujeeb, this team can surely cause a lot of trouble for major teams especially in UAE conditions.
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) October 25, 2021