د پاکستان او افغانستان ترمینځ د چمن-سپین بولدک لار د اکتوبر له ۵ مې نېټې راهسې لاهم تړلې ده چې له کبله یې دواړو غاړو ته له پلی/پیدل تګ راتګ سره سره افغان ترانزیټه سوداګري او نور تجارت هم تر اغېز لاندې راغلی دی.
سوداګر ادعا کوي چې د لارې له بندېدو څخه زښته لوی مالي زیانونه وراوښتي دي.
د چمن تجارو اتحادیې مشر هاشم خان اڅکزی وايي، د پولې دواړو غاړو ته د تازه او وچو مېوو په ګډون په سبزیو بار سلګونه کنټېنران ولاړ دي چې له امله یې د دواړو هېوادونو پر تجارو هره ورځ په سلګونه ډالر ناغه اوړي.
دی زیاتوي چې یوازې د ده تر سل (۱۰۰) زیاتې په پیازو بار لارۍ هغې غاړې ته (بولدک) ولاړې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
بل پلوته د پولې تړلو پرضد په چمن کې وړو سوداګرو بیا په خاصه توګه د هغه خلکو له لوري چې هره ورځ پر پوله کاروبار کوي، هم احتجاج شوی دی او د اکتوبر پر ۲۰مه د ال پارټیز چمن په غوښتنه نه یوازې په چمن ښار کې کاربندیز او احتجاجي مظاهره شوې وه بلکې د اکتوبر پر ۲۵ او ۲۶مه نېټه د کوژک په غره کې د کوټې-چمن لوی سړک هم تر دو ورځو د هر ډول ګاډو پر مخ تړلې وه. احتجاجیانو غوښتنه کوله چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دي دغه پوله دې خلاصه کړل شي. په دې اړه یو دکاندار محمد انور وايي، پکار ده چې د خلاصولو لپاره د پاکستان حکومت د افغان چارواکو سره د خبرو دویم پړاو ژر تر ژر پیل کړي.
د یادولو ده چې د اکتوبر پر ۵ مه نېټه افغان چارواکو د چمن او سپین بولدک ترمینځ پوله د هر ډول تګ راتګ او تجارت پر مخ تړلې وه. افغان چارواکو غوښتنه کړې وه چې د کندهار او بولدک خلکو ته دې پر افغان تذکره پاکستان ته د داخیلېدو اجازه ورکول شي، دغه ډول شځي، سپین ژري او ناروغان دې بې له څه پلمې پاکستان ته پرېږدي. د دې ترڅنک د چمن د خلګو ترڅنګ هغه افغانان چې مهاجر کارډ ولري هغه دې بې له ځورونې افغانستان ته پرېږدي.
په دې ترڅ کې پاکستاني چارواکو په وار وار ویلي دي چې د چمن او سپین بولدک پر پوله یې د مشکوک کسانو د مخنیوي په خاطر سخت حفاظتي ګامونه پورته کړي دي.
په دې اړه څو ورځې وړاندې د چمن ډپټي کمشنر جمعه داد مندوخېل ویلي وو چې د پاکستان له لوري د پولې خلاصولو په اړه څه مشکل نشته چې کله افغان چارواکي چمتو شو نو دغه سرحدي پوله به د ولس د تګ راتګ او تجارت په مخ پرانیستل شي.
په دې ترڅ کې د اکتوبر په ۲۰ مه نېټه پر پوله د افغان او پاکستان د انتظامي چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې وې، په هغه کې پر زیاتره نکتو اتفاق هم شوی وو. خو دواړو خواوو ویلي ول چې د خپلو پرېکړو په باب به کابل او اسلام آباد هم په اعتماد کې اخلي او ډېر ژر به د خبرو دويمه لړۍ پیل کړي چې لاهم نه پیل شوې.