د پاکستان د کراچۍ ښار په ناظم اباد سیمه کې په یوه چاودنه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه ناوخته شوې ده او له پیښې وروسته په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مشر راجه عمر خطاب خبريالانو ته وویل، لومړني معلومات ښيي چې دا د سي این جي ګیس د سلینډر چاودنه وه خو متعلقه امنیتي ادارې د حقایقو معلومولو لپاره نورې پلټنې هم کوي.
د کراچۍ دعباسي شهيد روغتون مشر ډاکټر عارف احمد مشال راډیو ته ویلي چې مړه او ژوبل کسان سوځیدلي دي او په ټپیانو کې د درو طبي وضع د انديښنې وړ ده.
دا هم وګورئ:
شمالي وزیرستان کې د دوو عسکرو په ګډون پینځه تنه وژل شوي په کوټه کې چاودنې یو پولیس وژلی، ۱۷ کسان ژوبل مستونګ کې نهه وسله وال وژل شويد سیند لومړي وزیر مراد علي شاه په پیښه خواشیني څرګنده کړې او په دغه اړه یې د پلټنو امر کړی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په کراچۍ کې داسې پیښې مخې ته راغلي چې پولیسو او امنیتي ادارو یې په لومړیو وختونو کې علت د ګیس سلنډر چاودنه یا د برېښنا شارټي بللې خو وروسته یې بیا منلې چې دغه ترهه ګر بریدونه وو.
په کراچۍ کې روان کال د اپریل په اوومه، په ګلستان جوهر سيمه کې يوې بمي چاودنې درې کسان وژلي او نور پنځه یې ټپیان کړي وو . دغه شان د اګست په ۱۴مه په بلدیه سیمه کې په یو لاسي بمي برید کې د یوې کورنۍ ۱۳غړي وژل شوي وو.