اصغر افغان: د کرکټ مینه وال دې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي

اصغر افغان

د ابوظبۍ کرکټ لوبغالي کې د افغانستان کرکټ ملي ټیم کپتان اصغر افغان پر داسې مهال د کرکټ پرېښودو اعلان وکړ چې ملي لوبډلې یې نامېبیا ته سخته ماتې ورکړه.

اصغر افغان د اکتوبر پر ۳۱مه په ژړغوني غږ له مینه‌ والو وغوښتل چې د افغان لوبغاړو ملاتړ وکړي. نوموړي تر دې یوه ورځ مخکې په خبري کنفرانس کې د خپلې استعفا دلیل دا راووړ چې غواړي نورو ځوانانو ته لار هوار کړي. "ډېرو زیاتو مینه‌ والو او ملګرو لپاره ټکان ورکوونکی خبر وو چې زه استعفا ورکوم. ځکه ما دا خبره هېچا ته نه‌کوله او نه مې غوښتل. دا خبره مې ځان سره ساتلې وه. ډېر زیات مینه‌وال خپه هم دي چې ولې ما دومره ژر دا پرېکړه وکړه، خو کله کله به قرباني ورکوې د وطن لپاره چې ځوانانو ته زمینه برابره شي، نو په دې اساس ما غوښتل استعفا وکړم څو بعضې ځوانانو ته هم په نړیوال جام کې د ګډون زمینه برابره شي او دا فشار تجربه کړي ځکه همدا ځوانان زموږ د وطن اینده ده."

د ابوظبۍ د کرکټ په لوبغالي کې تر لوبې وروسته ګلبدین نایب پخوانی کپتان په خپلو اوږو جګ کړ او نورو ځوانو لوبغاړو یې بدرګه وکړه.

اصغر افغان له کرکټ سره د خدای په امانۍ پر مهال په ژړا شو

له نامېبیا سره په روان نړیوال ۲۰ اوریز جام کې لوبه چې افغانستان په ۶۲ منډو وګټله د اصغر لپاره وروستۍ لوبه وه او وتوانېد په ۲۳ بالونو د یوې شپږیزې او درو څلوریزو په مټ ۳۱ چټکې منډې جوړې کړي.

د کرکټ ۲۰ اووريز نړيوال جام کې افغان لوبډله

اصغر چې عمر یې نېږدې ۳۴ کاله دی، په ۲۰۱۰ز کال کې په خپل لومړني نړیوال ۲۰ اووریز جام کې ولوبېده او د یو ورځنیو لوبو پيل‌ یې کال مخکې یعنې په ۲۰۰۹ز کې کړی وو. افغان تر دې لوبو څو کاله مخکې په ټیم کې وو او لوبې یې کولې.

د اصغر افغان په استعفا باندې په کور دننه او نړیواله کچه د کرکټ مینه‌ والو، مبصرینو، چارواکو او سیاستوالو تبصرې وکړې او له هغه‌یې د لاسته راوړنو او خدمتونو په خاطر ستاینه وکړه.

افغان ستوري بالر راشد خان په خپل ټوېټر لیکلي چې خورا سخته ورته تمامه شوه چې اصغر استعفا وکړه ځکه ده او نورو ګڼو ځوانو لوبغاړو ته یو لارښود و.

افغان بالر راشد خان

د ملي مصالحې عالي شورا رییس او سیاستوال ډاکتر عبدالله عبدالله هم پر خپل ټوېټر اصغر افغان ستایلی او ویلي یې دي چې د هغه دې کور ودان وي چې دوه لسیزې یې د کرکټ لپاره خدمت وکړ.

د کرکټ نړیوالې شورا هم د اصغر په کړنو او کرکټ باندې یوه مفصله لیکنه خپره کړې او د کرکټ یوې مشهورې پاڼې کرک انفو هم چې نږدې اته ملیونه تعقیبوونکي لري د اصغر افغان د خدای په امانۍ عکس د خپل فېس‌بوک په سر لګولی دی.

سره له ده چې د اصغر افغان استعفا په ظاهره د هغه مینه‌وال خپه کړل، خو مخکې دی ډېر تر انتقاد لاندې و چې ګواکې د ټیم په جوړښت کې چندانې پام نه‌کوي او د ځینو لوبغاړو د پرمختګ لار یې ډب کړې ده.

هغه په خپل وروستي خبري کنفرانس کې بیا وویل چې تل‌ یې د افغانستان د بریا لپاره هڅه کړې ده ځکه د ده په باور، همدا لوبه او په تېره کرکټ دی چې افغانان سره نېږدې کوي. "لکه څنګه چې تاسو ګورئ د افغانستان نننۍ لوبه او که هر کله لوبه وي په دې ورځ د افغانستان ټول ملت یو وي که د نړۍ په هر ګوټ کې وي، نو موږ هم تل دا کوښښ کړی چې لوبې وګټو او د وطنوالو په مخ موسکا راولو."

اصغر افغان په یو ورځنیو لوبو کې نېږدې ۲،۵۰۰ منډې جوړې کړي او په نړیوالو ۲۰ اوریزو کې بیا څه باندې ۱،۳۰۰ منډې د ده په نوم ثبتې دي.

په شپږو ټسټ لوبو کې یې ۴۴۰ منډې کړي. د فرسټ کلاس او لېسټ اې او نورو ۲۰ اوریزو منډو ټولټال شمېر یې شاوخوا ۷،۰۰۰ ته رسېږي.

شهزاده مسعود

د کرکټ بورډ یو پخوانی مشر شهزاده مسعود چې کلونه کېږي اصغر افغان له نږدې پېژني د افغان په اړه ازادي راډیو ته وویل: "اصغر افغان په ۲۰۰۴ کال وو چې لوبډلې ته راغی. د نېکو اخلاقو خاوند و او ښه لوبغاړی هم و. د لوبغاړي په توګه ما د ده شخصیت ډېر خوښېده. ځکه چې با تجربه لوبغاړی وو او په عین زمان کې یې د وطندوستۍ ډېر احساس درلود. بیا چې کله کپټان شو یقیناً چې ډېر کلونه‌یې ښه لوبډل مشري وکړه. ښه مدیریت‌یې درلود او زه پرې افتخار کوم."

اصغر افغان چې شاوخوا شپږ کاله کپټان پاتې شوی په خپله لوبډل مشرۍ کې یې ځینې ریکارډونه هم جوړ کړي.

یو او تر ټولو مهم دا دی چې د ده په مشرۍ د افغانستان د کرکټ ټیم د ۴۲ بریاوو ریکارډ لري چې په دې حساب دی د هند او ګڼو نورو هېوادونو د وخت له لوبډلمشرانو مخکې دی.