بې پولو خبريالانو سازمان پر پاکستان غږ کړی، هغه نوي ((سخت)) قوانین دې سمدستي له مینځه يوسي چې چارواکو ته یې پر ټولنيزو رسنيو د خپرېدونکو ''هر ډول پيغامونو کنټرولولو او سانسرولو'' حق ورکوي.
د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس میشتي سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې په اکتوبر مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يوه قانوني حق نشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.
د سازمان په وينا، په پاکستان کې انټرنېټ د بيان د ازادۍ او خپلواک ژورناليزم لپاره يوازينی پاتې ځای ګڼل کېږي.
بې پولو خبريالانو سازمان له اړخه د رسنيو د ازادۍ په جوړ کړي نوملړ کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه پر ۱۴۵م نمبر دی چې په وينا یې په ښه حالت کې قرار نه لري.
د حکومت له اړخه وړانديز شوی او د اکتوبر پر ۱۴مه خپاره شوي دغه ضوابط د پاکستان په ايين کې د بيان د ازادۍ د ضمانتونو حواله ورکوي خو په عين حال کې د اسلام د جلال او د پاکستان د امنيت غوندې مسايلو د هر ډول سرغړونې په صورت کې د بندېز پر ضرورت تاييد کوي.
دا هم وګورئ:
سي پي جې: د خبريالانو وژونکي په خلاصه پښه ګرځيار اېس اېف: پاکستان دې د ښځینه خبریالانو ځورونې ودرويپاکستان کې لسګونه خبریالان پر کورونا وړجن شويد بې پولو خبريالانو سازمان پرمخ ليکي، دا ډول ((مبهم قوانین)) حکومت ته د هغو موادو په سانسورولو کې پوره واک ورکوي چې د دوی نه خوښېږي.
اخوا بيا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د تېر کال له نومبر میاشتې راهيسې په افغانستان کې ۱۲ خبریالان وژل شوي او ۲۳۰ نور د تاوتریخوالي له بېلابېلو بڼو سره مخامخ شوي دي.
دغې کمېټې د نومبر پر دویمه د خبريالانو پر وړاندې له سزا څخه د خلاصون ختمېدو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خبره پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو پر مهال هم د یوه خبریال د وژل کېدو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷ پېښې ثبت شوي دي.
د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعيد ۲۰۲۰ز کال په نومبر میاشت کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو، خو تر اوسه د هغه وژونکو ته د سزا لپاره اقدام نه دی شوی.