خیبرپښتونخوا کې به بلدیاتي ټاکنې پر ټاکلي وخت وشي؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو لپاره تیارۍ روانې دي، او سیاسي هلې ځلې پیل شوي دي، پېښور های کورټ امر ورکړی دی چې په کلیوالو کونسلونو کې دې هم انتخابات په جماعتي بنیادونو وشي. بلدیاتي نظام څه ته وايي او په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو د ځنډېدو تر شا علتونه څه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پرې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ. کوربه شاهین بونیری دی.