د پاکستان حکومت د تېلو قیمت زیات کړ

حکومت وايي، د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی.

د پاکستان حکومت د نومبر پر پينځمه د تېلو په نرخ کې د څه باندې اتو روپيو اضافه کړې ده.د پاکستان د فاینانس ډیويژن نن د شپې پر يوه نيمه بجه اعلامیه خپره کړې.

د اعلاميه ترمخه د پېټرولو په بیو کې د اتو روپيو او درې پيسو اضافه شوې چې ورسره د یو ليټر پېټرولو نوی قيمت ۱۴۵ روپۍ او ۸۲ پيسې شوی دی.

حکومت همداراز، د تېز رفتاره ډيزلو بیه اته روپۍ او ۱۴ پيسې ته لوړه کړې چې ورسره د یو لیټر ډیزلو نوی قيمت ۱۴۲ روپۍ او ۶۲ پيسې شوی.

حکومت د یو لیټر خاورو تېلو په بيه کې هم شپږ روپۍ او ۲۷ پيسو اضافه کړې او نوی قيمت يې ۱۱۶ روپۍ او ۵۳ پيسې ټاکل شوی دی.

دا هم وګورئ:

وزیراعظم ژر تر ژره د تېلو "مصنوعي بحران" هواري امر وکړد تېلو تولیدونکي هېوادونه د تېلو کم پېداوار روان ساتيپاکستان کې تېل ارزان خو اخیستل یې ګران

دا په داسې حال کې ده چې وزيراعظم عمران خان د نومبر پر درېیمه ولس ته په ټېلېویژني وینا کې ويلي ول چې د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې پر نړیوال کچ ګراني زیاته شوې او د پيټرولو په قيمتونو کې به اضافه کوي.

په پاکستان کې مخالفو سياسي ګوندونو د ګرانۍ ضد احتجاجونه هم پیل کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې د تيلو بيعو زياتېدو پرضد پر ټولنيزو رسنيو د خلکو غبرګونونه

د پاکستان جمهوری تحریک (پي ډي اېم) د نومبر پر پینځمه په پېښور کې د ګراني پرضد د احتجاجي مظاهري اعلان کړی.

خو حکومت په بیا بیا ویلي چې په ملک کې ګراني ځکه ده چې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخ زیات شوی دی.