د بې پولو خبریالانو سازمان: د ناظم جوکهيو د وژنې پلټنې دې وشي

د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکې يوې نړیوالې ادارې د ټولنيزو رسنيو د هغه پاکستاني فعال د وژنې پلټنو غوښتنه کړې چې د منځني ختيځ د هيوادونو د عربي شیخانو د ښکار دورو ته یې د خلکو پام راګرځولی وو.

د فعال ناظم سجاول جوکهيو مړی د نومبر پر درېيمه نېټه له هغه څو ساعته وروسته له کراچۍ ښار سره نېږدې وموندل شو چې پر ټولنيزو رسنیو جاري کړل شوې يوه ويډيو کې يې وويل چې د بهرنيو مېلمنو لپاره د ښکاري پروګرام جوړولو په اړه د مخکنۍ جاري کړل شوې ويډيو له وجې ورته ګواښونه ورکړل شوي دي.

پولیس وايي، د ناظم جوکهيو د وژنې په تور یې دوه کسان نيولي خو د بې پولې خبریالانو سازمان د نومبر پر پنځمه ويلي چې چارواکي بايد هغو کسانو پسې ولاړ شي چا چې ښايي د جوکهيو د وژلو حکم کړی وو.

د خبریالانو نړيوال فيډريشن وايي، پاکستان د خبریالانو لپاره په نړۍ کې يو تر ټولو خطرناک هيواد دی او هلته له ۱۹۹۰ز کال څخه تر ۲۰۲۰ز کال پورې ۱۳۸ خبریالان وژل شوي دي.

بلخوا د کراچۍ يو عدالت د فعال ناظم جوکهيو د وژنې په تور د پاکستان له پيپلز ګوند سره تعلق لرونکي د سند اسمبلۍ غړی جام اویس د دریو ورځو په جسماني ريمانډ پولیس ته حواله کړی دی.

د راپورونو له مخې جام اویس له هغه وروسته پولیسو ته ګرفتاري ورکړه چې په نیشنل های وې د ناظم جوکهيو د کورنۍ غړيو احتجاجي پرلت ووهلو او تر يو ساعت پورې یې دغه لويه لاره د ټرافک پر مخ بنده کړې وه.