کابل: زرګونه بېکوره شوي کډوال د مرستو غوښتنه کوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کابل په ازادي پارک کې په داخلي توګه ګڼې بېکوره شوې کورنۍ ژوند کوي. په دغو کې زیاتره د شمالي ولایتونو دي چې د جګړو او ناامنیو له کبله یې خپل کورونه پرېښې دي. دوی وایي ژمی پرې را روان دی، ګرم کالي او کمبلې نه لري، ماشومان یې ناروغه دي او د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي. فرخنده اسد د مشال راډیو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور پښتو کړی دی.