د شمالي وزیرستان د پوليسو په وينا د نومبر په ۷مه په يو هدفي بريد کې يو ځايي ځوان وژل شوی دی.
د سيمې د پوليسو مشر عقیق حسین د نومبر په ۷مه مشال رېډيو ته وويل چې پېښه د ميرامشا په تپې سيمه کې شوې. د هغه په خبره د نامعلومو کسانو پر ضد یې مقدمه درج کړې ده او پلټنه یې پيل کړې دي.
وژل شوی تن شمشیر نومېده او د فټبال لوبغاړی وو. کورنۍ او پوليسو ويلي چې هغه څه ذاتي دښمني نه درلوده. تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی ولې په نښه شوی دی. تر اوسه چا د دې حملې زمه واري نه ده منلې.
د مشال رېډيو د ساتلو شمېرو ترمخه، دا په قبايلي سیمو کې په روان کال کې ۵۸م هدفي بريد دی.