د یوغوریانو نړیوال کانګرس په نوم یوې ټولنې نن د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې درې ورځنۍ غونډه پیل کړې.
دې ټولنې په یوه بیان کې ویلي چې په کنفرانس کې به له څه د پاسه ۲۵ هېوادونو څخه له ۲۰۰ زیات یوغور استازي ګډون کوي.
د نومبر پر اتمه په بیان کې راغلي، د میلیونونه یوغوریانو د بندي کولو او ورسره د ناوړه چلند په غبرګون پر چین نړیوال فشار د زیاتېدو په حال کې دی.
بیان وايي، دا د ترک نسله یوغوریانو، ترکستانیانو او قازقانو تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده. د غونډې پر لومړۍ ورځ د یوغوریانو د حقونو د محاسبې تر سرلیک لاندې بحثونه کېږي او دوه ورځې نورې به د یوغوریانو د نړیوال کانګرس کمېټۍ د خپلو فعالیتونو تفصیل ورکوي او همداراز به د ټولنې انتخابات هم کېږي.
بیان زیاتوي، دا کنفرانس د یوغوریانو د بشري حقونو او جمهوریت مرکز، او د بشري حقونو لپاره د فورم په نوم د چېک جمهوریت ناحکومتي سازمان په ګډه تنظیم کړې ده.
دا هم وګورئ:
چین د سینکیانګ مسلمانانو او هانګ کانګ په اړه د جي اووه ټولنې بیان رد کړ'چین نېږدې یو میلیون یوغوریان په کېمپونو کې ساتلي دي'چین دې م.م د یوغوریانو څرنګوالي جوتولو ته پرېږديد امریکا په ګډون یوشمېر غربي هېوادونه تور پورې کوي چې چین په سېنکیانګ کې لکونه یوغوریان په حراستي کیمپونو کې ساتلي دي او "غیرانساني چلند" ورسره کوي.
د اکتوبر پر ۲۱مه ۴۳ هېوادونو په یوه پرېکړه لیک کې له چینه وغوښتل چې د بشري حقونو څارونکي د یوغور مسلمانانو حراستي کیمپونو ته پرېږدي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سېنکیانګ کې په حراستي کیمپونو کې شاوخوا دوه میلیونه یوغوریان او نور لږکي بندیان دي. واشنګټن همداراز، پر چینايي چارواکو تور پورې کړی چې د یوغوریانو او نورو ډلو "توکموژنه" کوي. خو بیجینګ دا تورونه رد کړي او هغه کیمپونه د "بیاښوونې او بیاروزنې" مرکزونه بولي. چین همداراز وايي، په سینکیانګ کې "پرمختیايي کارونه روان" دي او اوسېدونکي یې له "ازادیو برخمن" دي.