د بلوچستان لادرکه کسانو کورنيو په کراچۍ کې احتجاج کړی

په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې د ورکو کسانو کورنۍ تور پورې کوي چې د دوی خپلوان د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو وړي دي. خو هغوی دا تور ردوي.

د بلوچستان د لادرکه کسانو د کورنيو غړو د نومبر پر ۱۲ مه د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او د خپلو کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې تکرار کړه.

د ورکو بلوڅانو خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز" دا احتجاجي مظاهره د شامير بلوڅ ، مرتضا بلوڅ ،اسلم زهري بلوڅ، عدنان منګل بلوڅ ارشد حسين بلوڅ، عبدالرحمان بلوڅ ،سهيل بلوڅ او نورو لادرکه شويو کسانو لپاره را بللې وه.

په دې احتجاج کې د لادرکه کسانو د کورنيو غړو، د پوهنتونونو زده کونکو او د بشري حقونو لپاره یو شمېر مبارزه کوونکو ګډون کړی وو.

دوی وویل چې اوسنی حکومت یو خوا د جبري بې درکه کسانو په اړه د قانون جوړولو او د لادرکه کسانو د مسلې هواري دعوې کوي او له بلې خوا په بلوچستان کې لا نور زیات خلک او په ځانګرې توګه زده کونکي لادرکه کېږي.

د دوی په وینا، په تېرو لسو ورځو کې په ګڼ شمير بلوڅ ځوانان لادرکه شوي دي.

د ورکو بلوڅانو خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز" د کراچۍ مشر فقير جان بلوچ په خپله وينا کې وویل، " امنيتي ادارو په کوټه، نوشکي، تربت، پنچګور، مشکې ، حب او د بلوچستان په نورو سيمو کې په ګڼ شمير کسان لادرکه کړي دي."

فقير جان بلوچ وویل چې په تازه لادرکه کړل شویو کې د کالجونو او پوهنتونونو کم عمره زده کوونکي هم شامل دي.

ده زیاته کړه، "حکومت يوه خوا له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي چې زرګونه کسان یې وژلي دي. خو سوله ییز بلوڅانو ته د احتجاج حق نه ورکوي."

د ده په وینا، د بلوچستان ځوانان چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي نو بې درکه کیږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان لادرکه کسانو کورنيو په کراچۍ کې احتجاج کړی

د ورکو بلوڅانو خوشي کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان یو بل مخکښ حبيب بلوڅ غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د پاکستان امنيتي ادارو د بلوچستان په ګڼ شمير ځوانان له عدالته پرته په ناقانونه توګه په بند کې ساتلي دي او عدالتونو ته یې هم نه وړاندې کوي.

ده وویل، " موږ پرله پسي د هيواد په هره برخه کې احتجاج کړی او وزيراعظم عمران خان هم موږ ته تسلي راکړې وه خو بیا هم روځ تر بلې په بلوچستان کې خلک لادرکه کيږي او اوس ماشومان او زده کوونکي په نښه دي."

په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سیند کې د ورکو کسانو کورنۍ تور پورې کوي چې د دوی خپلوان د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو وړي دي.

د دوی په وینا، دا ادارې پر دې تښتول شویو کسانو تشدد کوي او بیا یې تر وژلو وروسته خراب کړل شوي مړي غورځوي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دواړه دا تور په سختۍ ردوي چې ګواکې دوی په زور خلک لادرکه کوي او بیا یې وژني.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو موندلو لپاره له ۲۰۱۱م کاله يو کميشن جوړ شوی دی.

ياد کمېشن د ۲۰۲۱ م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي وو چې تر هغه وخته ۶۹۴۴ لادرکه شويو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي چې ۴۸۲۲ پکې هوارې شوې دي.

د دې تر څنګ وفاقي حکومت څه موده وړاندې د خلکو د بې درکۍ مخنيوي لپاره په قامي اسمبلۍ کې يو بل هم وړاندي کړی دی.