په اروپا کې یو ځل بیا کورونا وایرس زیات شوی دی 

په تېرو اووه ورځو کې په اروپا کې تر ۲۱ لاکه زیات کېسونه رجسټر شوي چې د تېر کال د نومبر د لومړۍ اوونې ریکارډ ماتوي.

په اروپايي هېوادونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له بیا زیاتېدو سره یو شمېر هېوادونه بیا محدودیتونه لګولو ته اړ شوي دي.

په اروپايي هېوادونو کې د خلکو د واکسینېدو نسبتاً ښه بهیر او د صحت ښه نظامونو باوجود د اکتوبر له پیله په اروپا کې په یوه اوونۍ کې دننه د کورونا وایرس د وړجنو کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

د کېسونو د شمېرو کچه په داسې حال کې ده چې د وبا له پیل راهیسې تر اوسه نه ده لېدل شوی.

په تېرو اووه ورځو کې په اروپا کې تر ۲۱ لاکه زیات کېسونه رجسټر شوي چې د تېر کال د نومبر د لومړۍ اوونې ریکارډ ماتوي.

تر ټولو زیات کېسونه په برتانیا، جرمني، روس، ترکي او اوکراین کې ریکارډ شوي دي چې د ټولو کېسونو تر ۵۰ فیصده زیات پکې رجسټر شوي دي.

په عین حال کې د کسانو د مړینې شمېر هم زیات شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د مړینې کچه تېره اوونۍ تر ۱۰ فیصده زیاته شوې ده.

د نیدرلینډ حکومت د نومبر پر ۱۲مه د دریو اوونیو لپاره نیمه ټولبند اعلان کړ.