د بلوچستان پښتون میشتې سیمې خلک له وچکالۍ کډه کوي

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه او د سرشمېرنې له پلوه د ملک تر ټولو وړه صوبه ده. د صوبې په پښتنه سیمه کې که څه هم روانې اوبه د نه برابر دي خو د خلکو د امدن وسیله یې زراعت دی کوم چې اوس د دوی په وینا پر ختمېدو دی.

د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې له کلونو راهیسې د روانې وچکالۍ له کبله د اوبو کمي‌ خلک له سختو مشکلاتو سره مخامخ کړي دي.

دوی وايي، یو پلو ګراني او بې روزګاري ده او بل پلو یې د میاشتني امدن زیاته برخه د اوبو پر اخیستلو لګېږي.

د دوی په وینا، د اوبو د کمي مسلې په ځانګړې توګه هغه غریب خلک ډېر متاثره کړي دي چې یا د کرایو په کورونو کې ژوند کوي‌ او یا هم په خپلو کورونو کې د برمو وهلو وس نه لري.

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو د خلکو په وینا، هلته وچکالۍ تر ټولو زیات لورالایي، پښین او دکۍ ضلعې ځپلې دي.

د لورالايي اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې هلته فایده رسوونکی باران نه دی شوی نو له دې وجې د خلکو زمیندارۍ ختم شوې دي او خلکو ښار ته کډې کړې دي.

د دوی په وینا، اوس پر ښار د خلکو د ابادۍ بوج زیات شوی دی او اوبه په پېسو هم په اسانه نه پیدا کېږي.

په کوټه کې خلک د کور لپاره د اوبو وړلو پرمهال

د دې سیمې یو اوسېدونکی سمیع رحمان وايي، دوی په کور کې ۲۰ تنه دي او د ټول استعمال لپاره اوبه په پیسو اخلي.

سمیع رحمان وویل، دوی هره میاشت له ۱۵ تر ۲۰ زرو روپۍ یوازې پر اوبو ورکوي او دا مسله ورځ تر بلې پر زیاتېږي.

ده وویل، "مخکې داسې وو چې په پیسو به په اسانه پیدا کېدې خو اوس هغه حالت هم بدل شو، یو پلو د اوبو د ټېنکرو مالکانو اوبه ګرانې کړې او بل به درې څلور ورځې وړاندې ورته وایې ګني نه یې درته راوړي."

سمیع رحمان زیاته کړه چې پر وخت د اوبو ضرورت پورته کولو لپاره دوی اوس د ټېنکرو مالکانو ته مخکې پیسې ورکوي چې بیا د دوی اوبه پر وخت وروړي.

ده زیاته کړه،‌ "زیاتره وخت پیسې پېشکي‌ ورکوو، بیا هم چې ټلیفون نه اخلي نو برمې ته پسې ورځو، موږ لوی کور یو او هره درېیمه څلورمه ورځ یو ټېنکر اوبه راوړو، او بیا داسې غریبان شته چې موږ کوم ټېنکر راوړو هغه ته یې وړې ډبې را اخیستې وي او اوبه غواړي."

د دکۍ ضلعې اوسېدونکي شیر خان مشال راډیو ته وویل چې هلته د اوبو کمي خلک له ژونده تنګ کړي دي.

ده وویل، دی پکې بختور دی چې له کور سره پر یوه کلیومیټر یې برمه ده او له هغه ځایه یې د لاس په رېړۍ کې د ورځې درې واره راوړي.

د ده په وینا، د مزدورکارو خلکو د میاشتني امدن زیاته برخه یوازې د کور د استعمال لپاره د اوبو پر اخیستلو لګېږي.

ده وویل، "دلته شاوخوا هر دویم کور له دې مسلې سره مخامخ دی، خلک ډېر غریبان دي، موږ په خپل کور کې نهه تنه یو او د دوی لپاره زه هره ورځ درې ځله اوبه راوړم، دا زما حال د نورو هم دی، دلته په دکۍ کې د اوبو د کمي مسلې ډېر جدي مشکل جوړ کړی دی."

د جهانګیر خان په نامه یو بل کس مشال راډیو ته وویل، یو پلو د اوبو د ټېنکرو قیمت نیم په نیمه زیات شوی دی او بل پلو به نور کارونه پرېږدې او درې یا څلور ورځې وړاندې به خپل نوبت اخلې.

ده وویل، هره پينځمه ورځ ډېر په مشکل سره په ۱۵ سوه روپۍ یو ټېنکر اوبه اخلي چې د کور د استعمال ضرورت پوره کړي.

جهانګیر خان زیاتوي: "موږ د کور ۱۲ تنه یو، یو ټېنکر زموږ پينځه ورځې کېږي. او دلته بیا ډېره په ګرانه پیدا کېږي، ګرانې په هم دې وجه دي چې یو ګراني ده او بل اوبه کمې دي، دوه کاله وړاندې به موږ یو ټېنکر په شپږ سوه اخیستی او اوس هغه په ۱۵ سوه یا ۱۶ سوه روپۍ اخلو. "

په پښین کې هم خلک د راغلې وچکالۍ له کبله په ورځني ژوند کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي. دوی وايي، پیسه لرونکي خلک ګزاره کوي‌ خو غریب خلک پر کډه کولو مجبور شوي دي.

د دې سیمې یو اوسېدونکي نصیب الله مشال راډیو ته وویل چې که بارانونه ونه شو نو به هلته ټول خلک د څښلو لپاره اوبه پیدا نکړي.

ده وویل، "اوبه ډېرې کښته لاړې، پخوا به پر دوه سوه فټه وې او اوس تر مځکه لاندې د اوبو سطح شاوخوا زر فټه ته تللې ده، یوازې هغه خلک برمې وهلای شي چې وس لري او چې پیسې نه لري هغه زیاتره خلک لویو ښارونو ته کډه شوي دي."

خلک شکایت کوي چې د اوبو ټېنکروالو هم قېمتونه زیات کړي دي

کوټه پر دې سربېره د څښلو اوبو له سخت کمي سره مخامخ ده چې د صوبې مرکزي ښار دی. هلته هم خلک په ډېر مشکل په پیسو اوبه ترلاسه کوي.

اوبه خرڅوونکي وايي، د خلکو په مشکلاتو پوهېږي خو په وینا یې، خلک بې ځایه ګیلې کوي.

په کوټه کې د اوبو یو ټېنکروال سعید محمد مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه د پخوا پرتله قیمتونه زیات کړي دي ځکه چې په ملک کې د ډیزلو بیې هم پورته شوې دي.

ده وویل، اوبه چې څومره نژدې رسول وي هغومره یې ارزانه وروړي‌ او چې څومره لیرې وي‌ هغومره یې قیمت زیات وي.

ده زیاته کړه، "دلته شاوخوا اته سوه روپۍ، خو فرق شته، ځینو سیمو ته ۱۰۰۰، ۱۲ سوه یا ۱۳ سوه روپۍ هم اخلو. ناجایزه نه کوو، ډیزل ګران دي."

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بوریوال راپور

وچکالۍ د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو پر زراعت څومره اغېز کړی؟

د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو کروندګر وايي، له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې پرله پسې وچکالۍ دوی کډه کولو ته مجبوره کړي دي.

دوی وايي، د سیمې د زیاتره اوسېدونکو د امدن لویه وسیله زراعت وو کوم چې د وچکالۍ له کبله تر ډېره حده مکمل له مینځه تللی دی.

لورالایي یو له هغو سیمو ده چې د وچکالۍ له کبله یې له شاوخوا کلیو څخه خلک په لوی شمېر ښار ته کډه شوي دي او هلته اوس د لاس مزدورۍ یا څه بل روزګار کوي.

د دې سیمې یو کروندګر مصطفا خان وايي، د دوی یو وړوکی کلی وو چې شاوخوا ۴۰ کورونه پکې اباد وو خو اوس یوازې پينځه پاتې دي‌ او نور ټول کډه شوي دي.

ده مشال راډیو ته وویل چې له وچکالۍ سره یې سم اسوده ژوند په بې روزګارۍ او بې وسۍ بدل شوی دی.

ده زیاته کړه، "وچکالي راغله او باغونه مو وچ وشو، زموږ مڼې، زردالو، انار او بادام وو، څلور ټیوب وېلونه مو وو خو اوس یو هم نشته."

مصطفا خان وویل چې دا یوازې د دوی کیسه نه ده بلکې د ټولې سیمې د خلکو هم داسې روان ژوند په ټپه درېدلی دی.

چې کله تر مځکه لاندې د اوبو سطحه کښته نه وه تللی نو خلکو به د اوبو را ایستلو لپاره داسې ټیوب وېلونه کارول

داود خان باتوزی هم د دې سیمې دی خو وچکالۍ یې زراعت له منځه وړی او اوس د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې روزګار کوي.‌

ده مشال راډیو ته وویل، تر وچکالۍ وړاندې یې په کلي کې کورونه په باغونو یو له بله پټ وو خو اوس د پوري کلي کورونه لا هم له ورایه ښکاري.

ده زیاته کړه، "زموږ تکیه پر زراعت وه او هغه ختم شو، زموږ ۱۰ یا ۱۲ ایکړه مځکه وه چې د مڼو باغونه وو خو اوس نشته، زموږ ژوند یې ډېر متاثره کړ، هم یې په مالي توګه وځپلو او هم مو هغه ټولنیز ژوند له مينځه ولاړی."

د بلوچستان په پښتنه سیمه کې له شاوخوا ۱۹۹۷م کاله راهسې راغلې وچکالۍ داسې یوه سیمه هم نه ده پرېښې چې زراعت یې نه وي‌ اغېزمن شوی.

پښین هم یو له هغو ضلعو دی چې وچکالۍ ډېر ځپلی دی. د ځايي کروندګرو په وینا، دا سیمه لکه څنګه چې تر وچکالۍ وړاندې تر زیاتره سیمو اباده وه هم داسې اوس د وچکالۍ له کبله تر زیاتره سیمو وچه او بې زراعته ده.

د دې سیمې یو کروندګر نصیب الله کلیوال مشال راډیو ته وویل، د دوی د سیمې ۹۵ فیصده زراعت په مکمله توګه له منځه تللی دی او خلک په روزګار پسې لویو ښارونو ته کډه شوي دي.

ده وویل، "زما ۱۵۰۰ ونې وچې شوې، په خپله مځکه کې مو ۱۹ برمې ووهلې خو د اوبو نیشتوالي له کبله ونې وچې شوې."

د بلوچستان د کروندګرو سازمان جنرل سیکرټري‌ عبدالرحمان بازی وايي، په دې وروستیو څو کلونو کې وچکالۍ د دوی سیمه لا ډېره ځپلې ده.

ده وویل چې په ۲۰۱۵م کال کې یې یو سروې کړې وه او د هغې مطابق په صوبه کې وچکالۍ لږ تر لږه ۶۰۰ اربه روپۍ زیان رسولی وو.

ده وویل، "زموږ په صوبه کې شاوخوا ۵۱۴۵ ټیوب وېلونه وچ شوي وو، ۲۲۵۰ کارېزونه وچ شوي، شاوخوا ۳۰۰۰ چینې وچې شوې وې او شاوخوا ۴۵ لاکه ثمردارې ونې وچې شوې وې."

دا باغ د چکالۍ له کبله وچ شوی او اوس یې مالک په وهلو پیل کړی دی

د اوبو د کمي وجوهات څه دي؟

د اوبو د انتظامي چارو پوه ډاکټر عبدالرزاق ناصر وايي، په بلوچستان کې د دې روان حالت دوه وجوهات دي.

د ده په وینا، یو پلو بارانونه نشته، وچکالي ده او بل پلو کروندګر هم د فصلونو په انتخاب کې لویه تېروتنه کوي او هغه فصلونه کري چې د نورو پرتله دوه چنده زیاتې اوبه غواړي.

دی وايي، "زموږ په سیمه کې ګوبی د نورو سبزیو پرتله زیات کرل کېږي، او کروندګر د ګوبي زیاتې ګټې ته ګوري خو دې ته نه ګوري چې دا څومره اوبه خوري."

ده وویل چې که خلک د ګوبي له کرلو نه اوړي‌ نو بیا په کار ده چې د اوبو ورکولو طریقه عصري او ساینسي کړي.

ده زیاته کړه، "ګوبی چې دوی څنګه کري په هغه طریقه یو هیکټر مځکه تر ۲۰۰۰ کیوبیک میټره اوبه غواړي. که دا فوارې نظام ته واړول شي نو بیا به له ۵۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کیوبیک میټره اوبه په کار وي."

ده وویل چې نه یوازې کروندګر بې احتیاطي کوي بلکې په دې سیمه کې خلک په کور دننه هم اوبه داسې نه کاروي چې ګواکې دلته د اوبو کمی دی.

ده وویل، خلک به لومړی په دې ځان پوهوي چې دا مسله ډېره خطرناکه ده او بیا به داسې لارې خپلوي چې اوبه لږ تر لږه استعمال شي.

ګوبی یو له هغو فصلونو ګڼل کېږي چې د نورو پرتله زیاتې اوبه غواړي

حکومت د اوبو کمي مسلې په اړه څه کړي دي؟

د بلوچستان کروندګرو سازمان جنرل سیکرټري عبدالرحمان بازی وايي، د صوبې حکومتونو هم پر وخت د دې مسلې د مخنیوي لپاره هغسې ګامونه نه دي پورته کړي لکه څنګه چې په کار وه.

دوی وايي، که چېرې حکومتونو په صوبه کې د اوبو د کمي مسله پر وخت درک کړې وای او هغه وخت یې ډېمونه جوړ کړي وای نو اوس ښايي د صوبې ولس له دې مشکلاتو سره مخامخ نه وای.

د لورالايي یو بند چې د باران نیشتوالي له کبله وچ دی

د بلوچستان د خزانې اوسنی او د اوبه خور پخوانی وزیر نور محمد دومړ وايي، په صوبه کې تر ډېره حده د اوبو خوندي کولو لپاره ډېمونه جوړي‌ دي‌ خو بارانونه نشته.

ده وویل، د سیمې د کروندګرو په مشکلاتو پوهېږي او هڅه به کوي چې د امکان تر حده د هغوی مرسته او د تاوان ازاله وشي.

ده وویل، ''دا ښکاره خبره ده چې هر څوک د حکومت برخه شي نو هڅه کوي‌ چې ښه وزارت ترلاسه کړي او د خپلو خلکو ښه خدمت وکړي نو کابینه نوې جوړه شوه او هیله ده چې دا حکومت به د پخوا پرتله په لږ وخت کې ښه نتیجه ورکړي."

بلوچستان د رقبې له پلوه د پاکستان تر ټولو لویه او د سرشمېرنې له پلوه د ملک تر ټولو وړه صوبه ده. د صوبې په پښتنه سیمه کې که څه هم روانې اوبه د نه برابر دي خو د خلکو د امدن وسیله یې زراعت دی کوم چې اوس د دوی په وینا پر ختمېدو دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بوریوال راپور ۲