په نړۍ کې د نومبر ۲۰مه د ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه لماځل کېږي.
د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر پر ۱۹مه په پېښور کې یوه غونډه وشوه.
د خیبر پښتونخوا د ماشومانو خوندیتوب کمېشن مشر اعجاز محمد خان مشال راډیو ته وویل چې تراوسه یې ۳۰ زره ۴۹۵ ماشومان ژغورلي دي.
د ده په وینا، دا ماشومان له جنسي زیاتي، کم عمري ودونو او داسې نورو مسلو سره مخامخ وو.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې کوېډ- ۱۹ وایرس وبا وښوده چې نابرابرۍ د هر ماشوم حقونه اغېزمن کړي دي.
دې ادارې زیاته کړې چې دا ځل د ماشومانو نړیواله ورځ تر بل هر وخته زیاته مهمه ده نو باید د هیوادونو مشران د ماشومانو نظرونه او غوښتنې واوري.