د بلوچستان د ورکو زده کوونکو لپاره پرلت نورو سیمو ته غځېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د پوهنتون د دوو زده کوونکو د لادرکه کیدو پرضد احتجاجي مظاهرې دوام لري. حکومت په دغه اړه یو درې کسیزه کمیټي جوړه کړې او د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې ورباندې خبرې هم شوي دي. بلخوا د طالب علمانو د سازمانونو مشران وايي چې د حکومتي کارکردګۍ څخه خوشاله نه دي او پرېکړه یې کړې ده چې خپل احتجاجونه د صوبې نورو سیمو ته هم وغځوي. د کرښې پر غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.