پاکستان هند ته اجازه ورکړه چې له افغانستان سره مرسته شوی ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د لېږدولو جواز د نومبر پر ۲۴مه د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې د هند شارژدافیر ته وسپارل شو.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد دغه پرېکړه د "بشر دوستانه استثنایي اقدام" په توګه یاده کړې، ځکه وړاندې له دې پر هندي سوداګریزو توکو بار هېڅ لارۍ له واګې بندر څخه د تیرېدو اجازه نه درلوده.
د هند په دغو بشري مرستو کې چې ټاکل شوې د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، غنم او درمل شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د واګې بندر له لارې د هند د بشري مرستو غوښتنه دوه اوونۍ وړاندې پاکستان ته د طالبانو حکومت د یوه پلاوي د سفر پر مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خوا مطرح شوه.