په چين کې د پاکستاني بنديانو د خوشې کولو لپاره مظاهره
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په اسلام اباد کې د نومبر پر ۳۰مه نېټه د پارلمان د ودانۍ مخې ته په لسګونو هغو کسانو مظاهره وکړه چې وايي، خپلوان يې په چين کې زندان ته اچول شوي دي. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې له چين سره دې د بنديانو تبادله وکړي او د دوی خپلوان دې راخوشي کړي.