۲۰۲۱ز کال کې که یو خوا د کورونا وایرس وبا او بیا د هغې په نتیجه کې عملي شویو بندیزونو د خلکو ژوند ژواک او اقتصاد ته تاوانونه ورسېدل نو بلخوا په افغانستان کې د سیاسي بدلون او پښتونخوا کې د ولسي او امنیتي ستونزو له کبله د لیکوالانو او کتابونو د خپروونکو هلې ځلې هم اغېزمنې شوې دي.
په افغانستان کې د کتابونو د چاپولو لړۍ پرځای ولاړه ده او له دغه کاروبار سره تړلي خلک یوځل بیا د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ شوي دي.
په پېښور کې د ادب محل په نوم د کتابونو خپرندویه ادارې مشر او لیکوال ایازالله ترکزی وايي، د کورونا وایرس وبا او سیاسي او ولسي بېقرارۍ له کبله د نویو کتابونو خپرول او تقسیمول یو ستونزمن او تاواني کار ګرځېدلی دی.
په پېښور کې پروسږکال د چاپ شویو کتابونو په اړه نوموړی وايي: ((کتاب محل او اعراف پرنټرز خواوشا ۱۲۰ کتابونه چاپ کړي دي. دغه رنګ کتاب کور ۳۰ ، ګران بکس ۳۰ ، منګل کور ۵۰ ، مفکوره ۲۰ ، زیب پبلشر ۴۰ ، یونیورسټي بک ایجنسي ۶ کتابونه خپاره کړي دي. پښتو اکیډمۍ سره هم د مالي پانګو ستونځه وه نو هغوي په کال ۲۰۲۱ م کې خواوشا ۱۰ کتابونه چاپ کړي دي.))
که څه هم د پښتونخوا په سوات، مردان او بنو کې هم د پښتو کتابونه چاپېږي خو په دغه حواله پېښور او کوټه مهم مرکزونه ګڼل کېږي. په کوټه کې هم د بیلا بیلو ادارو او ادبي ټولنو له خوا د پښتو نثر او نظم په میدان کې نوي کتابونه خپرېږي او دغه شان د کوټې او کندهار ترمینځ هم د کتابونو تبادله کېږي.
د پښتو اکیډمۍ کوټې پخوانی مشر او څېړنکار ډاکټر نصیب الله سیماب وايي، چې پروسږ کال پښتو اکیډمۍ د ۵۰ کتابونو خپرولو پلان جوړ کړی وو، چې یو لوی شمېر کتابونه پکې له وړاندې خپاره شوي دي.
نوموړی زیاتوي: ((په ۲۰۲۱ز کال کې د پښتو اکیډمۍ ۵۰ کاله پوره کېدل نو تابیا یې کړې وه چې په بېلا بېلو موضوعاتو به ۵۰ کتابونه خپروي، دغه کار روان دی او یو لوی شمیر کتابونه ترې چاپ شوي دي. دغه شان په کوټه کې تکتو کتاب کور خواوشا اووه نوي کتابونه خپاره کړي دي.))
په تېرو شلو کالونو کې د کرښې هغه خوا په جلال اباد او کابل کې هم په لوی شمېر کې کتابونه او مجلې خپرې شوي دي، خو د دوه زره یوویشتم کال د اګست په میاشت کې په کابل د طالبانو د واکمنۍ له کبله دغه لړۍ په ټپه ودرېدله او لیکوالان او د کتابونو خپرندویه ادارې له یو لوی بحران سره مخ شو.
په افغانستان کې د دانش خپرندویه ادارې مشر اسد دانش وايي، روانو حالاتو مجبوره کړ چې کاروبار وتړي او یو بل هېواد ته په کډه ولاړ شي: ((دا کال خراب وو او خپرندویه ادارې له سختو ستونځو سره مخ وې نو که ډېره خواري شوي وي، ټول به څلوېښت پنځوس کتابونه چاپ شوي وي. دوه کاله د کورونا وبا اغېزمن کړو او بیا حالات بدل شو او هر څه په ټپه ودرېده.))
دا هم وګورئ:
مردان: د پښتو لیکوالو ته جایزې ورکړل شوېپه خوست کې د کتابونو پېر او پلور کم شوی دیخو ځینې څېړنکاران بیا وايي چې د روانو حالاتو له کبله لیکوالان دې ته اړ شوي دي چې له شاعرۍ سره د نثر په میدان کې هم طبع ازمايي وکړي او په نویو ساینسي، مذهبي، سیاسي او فلسفیانه موضوعاتو باندې د خپل فکر څرګندونه وکړي. د پېښور د ایډورډز کالج استاد او څیړنکار سمیع الدین ارمان وايي، چې د پښتو ادب په حواله ډېر بدلونونه راغلي دي، او اوس خلکو د نثر لیکلو او لوستلو ته مخه کړې ده.
نوموړی نور وايي: ((ورسره ورسره چې کومې نړیوالې تنقیدي پیمانې دي په هغه کې هم په پښتو کې نوې نوې تجربې مخې ته راځي، که چیرې تاسو د پروسږکال دوه د پوهنتونونو څېړنو ته وګورئ نو په هغه کې به هم تاسو ځای په ځای احساس کړئ چې د لیکوالانو رویې بدلې شوي دي. د شاعرۍ کتابونه هم چاپېږي خو د مارکیټ په حواله د نثر د کتابونو طلب هم ډېر شوی دی.))
د یادونې وړ ده چې په افغانستان او پاکستان کې به له دې نه وړاندې هرکال د پښتو ژبې خواوشا ۴۰۰۰ کتابونه خپرېدل، چې یوه لویه برخه به یې د شاعرۍ وه. دغه رنګ د ادبي تنقید او تحقیق په میدان کې هم کتابونه خپاره شوي دي خو د ساینس، فلسفې او مذهبیاتو په موضوعاتو د کتابونو شمېره تل ډېره لږه پاتې شوې ده.