د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کورونا اومېکرون بڼې څوک نه دي وژلي

دا وخت په نړۍ کې د کورونا وایرس ډیلټا بڼه تر ټولو زیاته خپره ده خو اوس هم د اومیکرون بڼې له امله ناروغه یو شمېر کسان په روغتونونو کې داخل دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې ( ډبلیو اېچ او ) ویلي چې شاوخوا ۴۰ هېوادونو کې موندل شوې، د کورونا وایرس نوې بڼې "اومیکرون" له کبله تر اوسه د مړینې راپور نه دی ور رسېدلی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ډېسېمبر پر درېیمه په دې خبره ټینګار وکړ چې اوس به هم په دا معلومولو کې وخت لګي چې د وایرس دغه بڼه تر څومره حده سارې ده؟ ایا د سختې ناروغۍ لامل کېږي؟ او پر وړاندې یې واکسین او علاج تر کومه حده موثره دی؟

له لومړنيو شواهدو ښکاري چې تېره اوونۍ په جنوبي افریقا کې په لومړي وار د وایرس موندل شوې بڼه چې ډېره په تېزۍ سره خپرېږي، د ډیلټا او نورو بڼو پرتله ښايي لږ علامات ولري.

دا وخت په نړۍ کې د کورونا وایرس ډیلټا بڼه تر ټولو زیاته خپره ده خو اوس هم د اومیکرون بڼې له امله ناجوړه شوي یو شمېر کسان په روغتونونو کې داخل دي خو مړینه پکې نه ده راپور شوې.

د کورونا وایرس اومیکرون بڼه په داسې حال کې د خپرېدو په حال کې ده چې روغتونونه وار له مخه د ډیلټا له امله تر بوج لاندې راغلي دي.

د اروپايي اتحادیې د روغتیا مرکز خبرداری ورکړی چې اومیکرون بڼه ښايي په راتلونکو میاشتو کې په اروپا کې د کووېډ-۱۹ تر نیمايي زیاتو پېښو سبب وګرځي.