د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو کنټرول لاندې له افغانستانه یې نېږدې ۳۳۰ وګړي د هوايي لارې راویستلي دي.
وزارت د ډېسېمبر پر درېیمه وویل چې په دغه الوتکه کې ۲۵۸ افغانان، ۱۱ فرانسویان، ۶۰ هالنډیان او له هغوی سره تړلي خلک شامل دي.
دا کار د قطر په مینځګړیتوب ترسره شوی چې تېرو څو کالونو کې یې د غربي طاقتونو او طالبانو تر مینځ په مذاکراتو کې مرسته کړې.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزرات لیکلي چې د سپټمبر ۱۰مې نېټې راهیسې یې د قطر په مرسته له کابله ۴۰۰ افغانان او ۱۱۰ فرانسوي وګړي ویستلي دي.
وزارت ویلي، فرانسې او قطر په شریکه د ډېسېمبر پر دویمه د بشري مرستو هلې ځلې ترسره کړې او په افغانستان کې فعالو نړیوالو سازمانانو ته یې دوایانې، خوراکي مواد او اوبه ور رسولي دي.
سږ کال د اګست په نیمایۍ کې په کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستان سره په نړیوالو مرستو کې څرګند کمی راغلی دی چې په نتیجه کې یې له وړاندې موجود بشري ناورین لا پیچلی شوی دی.