د پاکستان د پنجاب صوبې په سیالکوټ کې د مذهب مبینه سپکاوي په تور د سري لنکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته په دې هیواد کې د سخت دریځۍ او د هغه د له منځه وړلو په اړه پر رسنیو تود بحث پیل شوی دی.
د بشري حقونو لپاره مبارزه کوونکي، د ملک او سیمې پر امنیت نظر لرونکي، څېړونکي او د سیاسي چارو یو شمېر شنونونکي شکایت کوي چې د دوی په وینا، په پاکستان کې د سخت دریځۍ مخینوي لپاره مناسب ګامونه نه پورته کېږي.
د سیاسي چارو شنونکی امتیاز عالم وايي د سیالکوټ پېښه نه په پاکستان کې لومړۍ ده او نه هم د ده په وینا، امکان شته چې وروستۍ هغه وي.
نوموړي له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، ریاست نه غواړي چې د ا ډول پيښې یو قومي جرم وګرځوي او د مذهب او مسلک پر بنیاد د خلکو وژنه بنده کړي.
ده وویل، "دلته د مذهبي سخت دريځۍ په مټ سیاسي ګټې اخيستل کيږي ، خپل سري حکومتونه خپل دوام په مذهبي فاشزم کي ګوري."
ده وویل، دا خو اوسنۍ خبره ده چې ریاست د تحریک لبیک پاکستان مخې ته تسلیم شو.
امتیاز عالم زیاته کړه، "ریاست په سختۍ سره د روشن فکره سوچ مخه نیولې ده او اوس سیکولر او لبرل قوتونو ته د ریاست لخوا د ملک دښمنان ويل کيږي."
امتیاز عالم وايي چې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير پر وژلو په دار د ځړول شوي ممتاز قادري پر قبر په اسلام اباد کې عالیشان مقبره جوړه ده.
ده وویل چې دې مقبرې ته هره ورځ د زرګونو خلکو ورتګ دا ثابتوي چې د سري لنکايي وګړي د وژنې ذمه وارو ته د عبرت ناکې سزا په اړه د وزیر اعظم او پوځي مشر بیانونه به د مذهب په نامه د خلکو د وژنې دا لړۍ بنده نه کړي.
ليکوال او شنونکی وجاهت مسعود بیا په دې اند دی چې په پاکستان کې د سخت دريځۍ د بیانيي پر وده ډیر منظم کار شوی دی او د ده په وینا، ریاست اوس هم د دې سوچ تر شا د کلک ملاتړي په توګه ولاړ دی.
ده وویل، "د پاکستاني پوځ مشر د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر په میاشت کې د سېنېټ يوې قايمه کميټۍ ته ويلي وو چې موږ سخت دريځه او وسله والې ډلې د پاکستان په سیاست کې ورګډول غواړو."
وجاهت مسعود پوښتنه راپورته کړه چې سیاست خو د خبرو اترو او برداشت نوم دی نو دا سوچ او دا ډلې به څنګه له سیاسي ګوندونو سره کار کوي؟
ده زیاته کړه، "دې ډلو ته خو تشدد ښودل شوی دی او د دوی سوچ دا دی چې بې له صلاحیت او قابلیت چې څه غواړې نو ترلاسه کولای یې شي."
د سیاسي چارو شنونکی او لیکوال رضا رومي "مذهب ته د سپکاوي" په اړه په یو څېړنیز رپورټ کې لیکي، "ضروري نه ده چې سخت دريځه سوچ لرونکی انسان له کومې سخت دريځه ډلې او یا وسله وال تنظیم سره تعلق ولري."
دی زیاتوي چې په پاکستان کې مذهبي حساسيت یوه نفسیاتي ستونزه جوړه شوې ده.
د نفسیاتو ماهر ډاکټر اطهر علي سید وايي چې په اصل کې په پاکستان کې د طاقت سرچينې د سوچ او فکر د بدلولو په اړه د نوي طرز عمل خپلولو صلاحیت نه لري.
ده وویل، "د لویدیځ د طاقت د سرچينو او د پاکستان د طاقت د سرچينو په ذهنیت کې بنیادي فرق دا دې چې لویدیځ سوچ په سرمايه دارانه ارتقا یقین ساتي او د خپل طاقت د دوام لپاره عام انسانانو ته پر نویو نویو اسانتیاوو ورکولو تکیه کوي."
ده زیاته کړه چې د دې لپاره د علم ضرورت وي او د علمي ارتقا په نتيجه کې نوی سوچ رامنځته کيږي.
ده وویل، "خو په پاکستان کې دا سوچ لرونکي د ټوپک په کارولو او په زور زبردستۍ خپله بیانيه پر ټولنه پر تپلو تکیه کوي."
د ډاکټر اطهر علي په وینا، ځکه له تیرو ۷۰ کالو په پاکستان کې سوچ بدل نه شو او د حکمرانۍ نوې طریقې رامنځته نه شوې.
بل پلو د تحریک انصاف مشر او د پاکستان وزیراعظم عمران خان په وار وار ویلي چې دی له پاکستانه د مدینې په څېر ریاست جوړول غواړي.
د پاکستان علما کونسل مشر او د مذهبي هم اهنګۍ او ورورلۍ لپاره د وزیر اعظم سلاکار علامه طاهر اشرفي مشال راډیو ته وویل چې د مدينې د ریاست مفکوره عملی کول به دا ټولې فتنې ختمې کړي.
ده وویل، "زموږ ايين د قران او سنت تابع دی نو پاکستان به ضرور د مدينې غوندې ریاست جوړيږي، او په دې طریقه به د ځوان نسل او ټولنې سوچ بدلیږي."
علامه طاهر اشرفي وویل، که دوی پر خپل ایین او قانون عمل کوي نو چاته پرې د اعتراض ضرورت نشته.
خو د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي چې په ټولنه کې د سخت دريځۍ د سوچ د بدلون او د یو متوازن مذهبي سوچ رامنځته کولو لپاره د ټول پاکستان په کچه د خبرو اترو اړتیا ده.