د سري لنکايي وګړي وژنې د سيالکوټ کاروباريان اندېښمن کړي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پنجاب وزیراعلا ویلي دي چې په سيالکوټ کې د يو سري لنکايي وګړي مړی یې خپل هېواد ته لېږدولی دی. اخوا پولیس وايي، د ډېسېمبر پر درېیمه یې د پېښې په تړاو لسګونه کسان نیولي دي. د سري لنکايي وګړي تر وژل کېدو وروسته د سیالکوټ ښار تجاران وايي حکومت دې د داسې پېښو د مخنيوي لپاره د سختدريځو په وړاندې سخت ګامونه واخلي. د دوی په وینا، د داسې وژنو له وجې به څوک په پاکستان کې کاروبار کولو ته زړه ښه نه کړي. د ډېسېمبر پر درېيمه، په سیالکوټ کې د یوې کارخانې سري لنکايي مینېجر د کارخانې د کارکوونکو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وسوځول شو. وزیراعظم عمران خان وايي، دې پېښې پاکستان ته شرم راوړی خو په پېښه کې ککړو کسانو ته به سزا ورکول کيږي. تفصيل د اې اېف پي په ويډيويي راپور کې.