د کرښې پر غاړه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په بلوچستان کې د ډاکټرانو، ولسي وګړو، زده کوونکو او سیاسي فعالانو لخوا احتجاجي مظاهرې شوي دي، د بلوچستان ګورنر د یو فرمان له لارې د مظاهرو لپاره د سړکونو په تړلو بندیزونه عملي کړي دي. حکومت د ډاکټرانو د اتحادیې ځینې مشران نیولي او د عوامي نیشنل ګوند او پښتونخوا ژغورنې غورځنګ د بلوچستان په مشرانو یې مقدمې درج کړي دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې د بلوچستان په سیاسي او امنیتي صورتحال بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.