د سوات سنان محبوب په راولپنډۍ کې ځوانانو ته رباب ورزده کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو ځوان رباب غږوونکی سنان محبوب دی. نوموړي د پوهنتون له خپلو درسونو سره سره د رباب زده کړې ته هم وخت ورکړی دی. محبوب له رباب سره د پام وړ شمېر تعليم يافته ځوانانو شوق ته په کتو په راولپنډۍ کې د دې ساز د زده کړو يو مرکز جوړ کړی دی. د محبوب د دې هنري هلو ځلو په اړه د ده خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.