اروپايي ټولنه د روس پر يو شخصي شرکت بنديزونه لګوي

انځور له ارشيفه

تمه کېږي چې اروپايي ټولنه به د روس د پوځي سامان الاتو پر شخصي شرکت واګنر ګروپ په نړۍ کې د شخړو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو له کبله بنديزونه ولګوي.

د اروپايي ټولنې چارواکي وايي چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه نېټه په برسلز کې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې به د ګروپ پر اتو کسانو او له ګروپ سره تړاو لرونکيو درې نورو کمپنيانو باندې د بنديزونو لګولو منظوري ورکړل شي. په دې کې سفري بنديزونه، په اروپايی هېوادونو کې د دوی شتمنۍ کنګلول او دا راز د اروپايي ټولنې پر اشخاصو او کمپنيانو بنديز دی چې دوی به تر بنديز لاندې راغلو اشخاصو او کمپنيانو سره کاروبار نه کوي.

غربي هېوادونه تور پورې کوي چې روس واګنر کمپنۍ د يوکراين، ليبیا، شام، سوډان، موزمبيق او په وسطي افريقايي هېوادونو په شخړو کې د نيمه مليشه ځواک په توګه استعمالوي.

روس د حکومت او نیابتي جګړه مارو ډلو ترمينځ د اړيکو درلودلو څخه انکار کوي.