د افغانستان د هوايي ځواک یوشمېر ښځینه غړو له نړیوالې ټولنې او په تېره له ناټو او امریکا څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.
دوی د ډېسېمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته په پیغامونو کې د ځان او خپلو کورنیو د ژوند په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
دوی ژوند ته د ممکنه ګواښ له ويرې خپل نومونه په ډاګه کول نه غواړي. له هغو ښځو يوې وويل، "نه د تېښتې کوم ځای لرو، نه له دې هېواده تښتېدلی شو او نه پکې اوسېدای شو."
د افغانستان د هوايي ځواک ښځينه غړو غوښتنه وکړه، لکه څنګه چې نړیوالې ټولنې د افغانستان لوبغاړو، هنرمندانو او نورو ته پناه ورکړې هم دغسې دې یې دوی ته هم ورکړي.
دوی ادعا کوي چې طالبانو تراوسه پورې نه یوازې معاش نه دی ورکړی بلکې تر تعقیب لاندې یې دي.
د هوايي ځواک د ښځينه غړيو د اوسنيو څرګندونو په اړه طالبانو لاهم څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې ويلي ول چې یو شمېر پخوانيو پوځیانو ته يې بېرته وظيفه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د نومبر په پای کې په خپل رپورټ کې ویلي ول چې طالبانو د اګست په نیمايي کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او پخوانیو حکومت پلویو ملېشو تر ۱۰۰ زیات پخواني غړي په غزني، هېلمند، کندهار او کندوز ولایتونو کې وژلي یا ورک کړي دي.
طالبانو تر واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړې وه او د پخوانیو امنیتي سرتېرو د وژنو یا ورکولو تورونه یې رد کړي دي.