کراچۍ چاودنه: د وژل شويو کسانو شمېر ۱۵ ته ورسيد

په کراچۍ کې د چاودنې ځای

په کراچۍ کې چارواکي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۸مه، یوې چادونې لږ تر لږه ۱۵کسان وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي دي.

د کراچۍ د سیویل روغتون مشر ډاکټر صابر میمن مشال راډیو ته وویل چې دغلته ۱۰ مړي او ۲۱ ټپیان رسول شوي وو چې وروسته پينځو نورو ټپیانو هم ساه ورکړه.

نوموړی زیاتوي چې په ټپیانو کې د ځینو طبي حالت د اندېښنې وړ دی.

له کراچۍ د مشال راډیو خبریال وايي، دا پېښه د ښار په شیرشاه سیمه کې د یو بانک مخې ته شوې ده، چیرته چې د ژغورنې هلې ځلې روانې دي.

پولیس وايي، د چاودنې په اړه پلټنې کوي خو لومړي راپورونه ښيي چې دا پېښه د ګیس په یو پایپ لاین کې د چاودنې په نتیجه کې رامنځ ته شوې ده.

د چاودنې په نتیجه کې نېږدې ودانیو ته هم زیان رسیدلی او د رسنیو ځینو سرچینو د ملبې لاندې د خلکو د ګیرېدو خبرونه هم ورکړي دي.

بلخوا د سېند وزیراعلا سید مراد علي شاه په پېښه خواشینۍ ښکاره کړې او د کراچۍ کمېشنر ته یې د پېښې په اړه د راپور تیارولو حکم ورکړی دی.