د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې د یو ځوان د وژنې پرضد تر څلور ورځو شوی پرلت له هغه وروسته پای ته رسېدلی چې چارواکي په ننواتې ورغلي دی.
د ځايي خلکو دا پرلت د ډېسېمبر پر ۱۶مه له هغه وروسته پیل شوی وو چې د رسول خان په نوم يو تن په مبیینه توګه د پولیسو له خوا ووژل شو.
دوی غوښتنه کوله چې د هغه وژونکو پولیسو ته دې سزا ورکړل شي.
د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خان زیب مومند له خوا په خپاره شوي نوټیفیکشن کې د رسول خان په وژنه کې د لاس لرلو په تور د لدهې تاڼې پولیس ۶ کسان معطل کړل شوي دي.
تر دې وړاندې په پرلت کې ناست، عارف خان د ډېسېمبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې پوليسو یې ورور وژلی دی او دوی انصاف غواړي.
د جنوبي وزیرستان مرستيال کمیشنر اعجاز اختر مشال راډيو ته ويلي وو چې د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
نوموړي هغه وخت ویلي وو چې دوی نشي ویلای چې رسول خان څنګه وژل شوی دی؟