طالبان: درې سړي تښتوونکي مو وژلي او دوه مو ژوندي نيولي

په ننګرهار کې طالبانو د ګزمې پر مهال. انځور - ارشیف

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په جلال اباد کې یې درې سړي تښتوونکي وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن (ډېسېمبر ۲۱مه) په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت په نامه ځواکونو دا کسان د وسله والو تښتوونکو پر پټنځای په عملياتو کې وژلي او نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې عملیاتو کې د ملي امنیت يو سرتيری او يو هغه زرګر هم وژل شوی دی چې له دې تښتوونکو سره بندي وو.