د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په کېچ ضلع کې د وسله والو په یوه حمله کې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي چې پر پنجشنبه (زیارت) شپې مهال په کېچ کې وسله والو د امنیتي سرتېرو پر یوه پوسته برید وکړ او د پېښې له ځایه وتښتېدل.
په بیان کې ویل شوي چې د وسله والو په ډزو کې دوه سرتېري وژل شوي دي.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
چارواکي وايي، تر برید وروسته پولیس او امنیتي سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او په سیمه کې یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
د بلوچستان اعلاوزیر میرعبدالقدوس بزنجو او د صوبايي حکومت د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا الله لانګو د پېښې غندنه کړې او ویلي دي چې هېڅوک به هم امنیت خرابولو ته نه پرېږدي.