په ایران کې ۱۰ کسان د یوې ترافیکي پېښې له امله وژل شوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، پېښه د ډېسېمبر پر ۲۵مه سهار سویل لویدیځ خورم شهر ښار کې د یوې لارۍ او ملی بس د ټکر له امله شوې ده.
ویل شوي چې دې بس ځایي کارګر د خوزستان اهواز ښار ته لیږدول. محلي رسنیو ویلي چې د پېښې شاوخوا ۱۵ ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.
د ایران سړکونه کله نا کله د دغسې خونړیو ترافیکي پېښو شاهدان وي. په کلني ډول ۱۷۰۰۰ کسان په ایران کې د ترافیکي پېښو له کبله مړه کېږي.
سږکال په لومړیو اوو میاشتو کې ۸۲۰۰ کسان دغه هېواد کې د ترافیکي پېښو له کبله وژل شوي دي.