د طالبانو حکومت دوه کمیشنونه او دوه وزارتونه ختم کړي دي

طالبان چې د اګست په ۱۵مه یې د افغانستان د جمهوري او منتخب حکومت تر چپه کولو وروسته واک په لاس کې اخیستی، پر ټاکنو باور نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د انتخاباتو کمیشن، د انتخاباتو د شکايتونو کمیشن او دوه وزارتونه ختم کړي دي.

د طالبانو يو وياند بلال کريمي د ډېسمبر پر ۲۵مه رسنيو ته ويلي چې نه دغو کمیشنونو او نه هم د دولت په چارو کې د سولې او پارليماني چارو وزارتونو ته اړتيا شته.

په دې ادارو کې له ۱۰۰۰ زیاتو کسانو کار کاوه.

طالبان چې د اګست په ۱۵مه یې د افغانستان د جمهوري او منتخب حکومت تر چپه کولو وروسته واک په لاس کې اخیستی، پر ټاکنو باور نه لري.

د وسله والې ډلې په توګه، دوی ټاکنې غيراسلامي بللې او تور پرې پورې دی چې پخوا یې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره په کړو بریدونو کې د انتخاباتو ځيني کارکوونکي وژلي دي.